کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩) : د اسټراليا لومړي وزير سکوټ موريسون د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د قطر د تړون له مخې دې په افغانستان کې د دوى د سرتېرو قاتل نه خوشې کوي.
د پژواک د راپور له مخې، چې د ١٣٩٢ لمريز کال د تلې په ١٠مه، خپور شوى و، د حکمت الله په نوم يوه افغان سرتېري د ١٣٩١ لمريز کال د وږي په ٨مه د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار اړوند د مراباد په سيمه کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې درې اسټراليايي سرتېري وژلي وو.
د اسټراليايي ځواکونو مشر بريد جنرال ډيوېډ هرلي هغه مهال ويلي و چې د حکمت په نوم ياد افغان سرتېرى تر پېښې وروسته پاکستان ته تښتېدلى و او د ١٣٩١ لمريز کال د کب په مياشت کې د پاکستان استخباراتي ادارې (اى اېس اى ) حکمت الله نيولى و.
هغه زياته کړې چې دوى له پاکستان سره له ډېرې مودې راهيسې په اړيکه کې وو او پرون په دې وتوانېدل چې ياد سرتېرى د محاکمې لپاره افغانستان ته ولېږدوي.
داسټراليا لومړي وزير ويلي چې اوس ددوى د سرتېرو دغه قاتل د طالبانو د پنځو زرو بنديانو په لېست کې خوشې کيږي.
موريسون دامريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې حکمت الله د قطر د تړون له مخې، بايد د طالبانو په بنديانو کې خوشې نه شي.
سرچينې زياته کړې چې د افغانستان سترې محکمې هغه په اعدام محکوم کړى و، خو تر اوسه پرې عملي شوى نه دى.
د قطر د تړون له مخې، افغان حکومت د طالبانو٤٦٠٠ بنديان خوشې کړل، خو د ٤٠٠ خطرناکو بنديانو چې ويل کيږي، حکمت الله هم په کې دى، له خوشې کولو انکار وکړ.
خو دامريکا د فشارونو له امله ولسمشر اشرف غني لويه مشورتي جرګه راوغوښته او جرګې پرون د اوربند په شرط ددغو بنديانو د خوشې کولو ملاتړ وکړ.
داسټراليا لومړي وزير ويلي : (( موږ غواړو چې زموږ د سرتېرو قاتل حکمت الله په زندان کې پاتې شي .))
د هغه په وينا، داسټراليا د بهرنيو چارو وزير او ددفاع وزير له خپلو امريکايي سيالانو سره هم په دې وروستيو کې پر دې موضوع خبرې کړې دي.
ده زياته کړې چې حکمت الله د اسټراليايي سرتېرو قاتل دى او بايد هېڅکله له زندانه خوشې نه شي، ځکه د هغه خوشې کېدل سولې ته کومه ګټه نه رسوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن