ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا سفارت: موږ د افغانستان اسلامي جمهوريت ملاتړ کوو

د امريکا سفارت: موږ د افغانستان اسلامي جمهوريت ملاتړ کوو

author avatar
10 Aug 2020 - 13:54
د امريکا سفارت: موږ د افغانستان اسلامي جمهوريت ملاتړ کوو
author avatar
10 Aug 2020 - 13:54

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩) : په کابل کې د امريکا سفارت وايي چې بين الافغاني مذاکرات بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره شي.

دغه څرګندونې په کابل کې د امريکا سفارت شازدافير او سرپرست سفير روس ويلسون د زمري په ٢٠مه، په يوه ويډويي پيغام کې کړې دي چې د سفارت په ټويټرپاڼه کې خپره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

ويلسون د افغان سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو هرکلى کړي او ويلي يې دي چې امريکا غواړي د سولې بین الافغاني خبرې بايد د افغانانو په مالکيت او مشرۍ ترسره شي.

نوموړي له عامو افغانانو هم غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو او نورو وسیلو کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او خپل نظريات شريک کړي.

ويلسون وايي، امريکا په ښکاره توګه د افغانستان مذاکراتي ټیم او ښکېلو لورو ته ويلي چې د سولې په خبرو کې باید د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي، د افغانستان ملي حاکميت او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وشي.

دغه امريکايي ديپلوماټ زياته کړې، چې دوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملاتړي دي، له دغه هېواد سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي او د سولې په برخه کې امریکا د افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده.

د هغه په وينا، امريکا د بين الافغاني مذاکراتو له دوو پايلو څخه ملاتړ کوي، لومړى د يوه سوله ييز، خپلواک، متحد او ديموکراټ افغانستان څخه او بله دا چې د تېرو ١٩ کلونو سياسي، اقتصادي، او ټولنيزې لاسته راوړنې وساتل شي.

ده زياته کړې: (( موږ به له دې ورسته هره ورځ د تېرو ١٩ کلونو لاسته راوړنو معلومات شريکوو او په تېرو ١٩ کلونو کې چې امريکا څه همکارۍ کړې دي، هغه به خپروو. ))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.