کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩): د هېواد د نوموتي ليکوال، شاعر او سياستوال اکاډميسن سليمان لايق د جنازې او تدفين مراسم سبا په کابل کې ترسره کيږي.
هغه څو ورځې مخکې د لوى اختر په لومړۍ ورځ د زمري په لسمه، د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٨١ کلونو په عمر په جرمني کې وفات شوى و.
سليمان لايق د ٢٠١٩ زيږديز کال د سپتمبر په مياشت کې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد پر مهال سخت ټپي شوى و، چې د همدې ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.
دافغانستان د علومو اکاډمۍ رييس ډاکتر ظاهر شکيب د زمري په ٢٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې د سليمان لايق جسد نن سهار له جرمني څخه د کابل هوايي ډګر ته راوړل شو.
هغه زياته کړه، چې په هوايي ډګر کې ورته رسمي تشريفات نيول شوي وو، چې په کې د هېواد فرهنګي او علمي شخصيتونو، د علومو اکاډمي مشرتابه او غړو او د سليمان لايق مينه والو ګډون کړی و.
د نوموړي په وينا، د سليمان لايق جنازه د يو لړ تشريفاتو په ترڅ کې د شهيد سردار محمد داوود خان روغتون ته ولېږدول شوه.
ډاکټر شکېب وايي، ټاکل شوې ده چې سبا سهار د سردار محمد داود خان په روغتون کې د نوموړي د درناوي مراسم ترسره او بيا په عيدګاه جومات کې يې د جنازې لمونځ تر غرمې مخکې په ۱۱ بجو ادا او وروسته د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن