کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩) : د ناټو سازمان او اروپايي ټولنې د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېکړو هرکلى کړى او دا يې د افغان سولې پروسې لپاره مهم ګام بللى دى.
د سولې مشورتي لويې جرګې پرون تر درې ورځنۍ غونډې وروسته د پاتې ٤٠٠ طالب بنديانو د خوشې کولو ملاتړ وکړ، دغه راز د اوربند او بين الافغاني مذاکراتو غوښتنه يې هم وکړه.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبيا په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د افغان سولې پروسې د برياليتوب لپاره ځينې سختې پرېکړې بايد وشي.
هغه د لويې جرګې د پرېکړو د هرکلي ترڅنګ ويلي چې اوس بايد طالبان ځوابي اقداماتو کولو سره تاوتريخوالى کم او بېړنى اوربند اعلان کړي.
بلخوا په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي هم د لويې جرګې د پرېکړو هرکلى کړى او ويلي يې دي چې د لويې جرګې پرېکړې د سيه سيمه ييزې او نړيوالې اجماع لپاره هم ګټورې دي.
نوموړي چې نن يې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست حنيف اتمر سره ليدلي، ويلي چې دوى ديوه متحد، ديموکراټ ، خپلواک او سوله ييز افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو پر اوږود مهاله همکاريو هم خبرې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن