ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين: د طالب بنديانو خوشې کول بين الافغاني خبرو ته لاره هواروي

چين: د طالب بنديانو خوشې کول بين الافغاني خبرو ته لاره هواروي

author avatar
10 Aug 2020 - 19:10
چين: د طالب بنديانو خوشې کول بين الافغاني خبرو ته لاره هواروي
author avatar
10 Aug 2020 - 19:10

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩) : د چين د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په مشورتي لويې جرګې کې د څلور سوه طالب بنديانو د خوشي کولو د پرېکړې په هکله باور ښودلی چې دا به د بين الافغاني مذاکراتو لپاره زمينه برابره کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د زمري په ٢٠مه، په بېجنګ کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې چين د افغانستان د حکومت او خلکو هرکلی کوي چې د خپل هېواد د تاريخي دود او د لويې جرګې له لارې د اړوندو چارو په هکله يې بحث او پرېکړه کړې ده .

سرچينې زياته کړې، دا د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د دغه هېواد د سولې او روغې جوړې پر پروسې باور لري او هيله يې څرګنده کړې چې دا به بين الافغاني مذاکراتو لاره هواره کړي.

جيان وويل چې د طالب بنديانو خوشي کول د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د باور ټينګولو او د بين الافغاني مذاکراتو د تر سره کولو لپاره يو مهم پړاو دی.

د هغه په وينا، اړوندې خواوې بايد د افغانستان لپاره شوې ژمنې عملي کړي او لاسليک شوي تړونونه عملي کړي، تر څو په افغانستان کې د حالاتو ثابت او منظم پرمختګ تامين شي.

ده زياته کړه، چين غواړي د افغانستان د مسئلې د سياسي حل و فصل او د دغه هېواد د سولې او روغې جوړې په بهير کې مثبت رول ولوبوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.