ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت او اووه تنه يې له امله مړه شوي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت او اووه تنه يې له امله مړه شوي

author avatar
10 Aug 2020 - 14:26
تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت او اووه تنه يې له امله مړه شوي
author avatar
10 Aug 2020 - 14:26

کابل (پژواک، ۲۰ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۵۶ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۱۶۲ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ۲۰ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۳۳۲ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۵۶ يې مثبتې ثبت شوې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو د ثبت شمېر ۳۷۱۶۲ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۱۸ په هرات، ۱۱ په غور، نهه په بلخ، اووه په کابل، درې - درې په ننګرهار او نیمروز، دوه په کندهار او يوه – يوه په بادغیس، لوګر او پروان ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۸۱ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو د ثبت شمېر ۲۶۲۲۸ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اووه کسان د کرونا له امله مړ شوي چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو د ثبت شمېر ۱۳۲۸ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د عامې روغتيا وزير د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دغه وزارت ويلى دي چې که هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.