د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت : طالبانو تېره يوه اوونۍکې ١٧٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

حکومت : طالبانو تېره يوه اوونۍکې ١٧٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

Aug 10, 2020 - 18:12

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ١٧٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د زمري په ٢٠مه، په ويډيويي پيغام کې ويلي چې په دې موده کې د طالبانو له خوا ٨٠  ملکي وګړي وژل شوي او ٩٥ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغه مرګ ژوبله د طالبانو په يرغليز، ډله ييز بريدونو ، چاودنو او نورو امنيتي پېښو کې اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر لوى اختر کې ددرېيو ورځو لپاره اوربند هم شوى و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan