ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د څمکنيو ولسوالۍ امنيتي حالت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی

خلک: د څمکنيو ولسوالۍ امنيتي حالت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی

author avatar
10 Aug 2020 - 10:13
خلک: د څمکنيو ولسوالۍ امنيتي حالت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی
author avatar
10 Aug 2020 - 10:13

ګردېز (پژواک، ٢٠ زمری ۹۹): د پکتيا ولايت د لويې او ګڼ نفوسه څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په ولسوالۍ کې یې تر بل هر وخت امنيتي حالات خراب شوی او دوى يې سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، له هغه راهيسې چې امنيتي ځواکونو دفاعي حالت خپل کړی، د دې ولسوالۍ په شهرنو او شاوخوا سيمو کې د وسله والو طالبانو فعاليت زيات شوی او په ځينو سيمو کې يې خپل بيرغونه هم پورته کړي دي.

د يادې ولسوالي يوه اوسېدونکي محمدرحيم پژواک ته وويل چې وسله وال مخالفين د ډيورنډ له فرضي کرښې په اسانۍ دېخوا را اوړي او ان د ځوانانو جلب و جذب يې هم پيل کړی دی.

رحيم وايي: ((د څمکنيو ولسوالۍ امنيتي حالات هېڅکله دومره نه و خراب شوی او د دې ولسوالۍ د امنيتي وضعيت خرابېدل د خطر لوی زنګ دی؛ ځکه دا د شپږ ولسواليو مرکزي او تجارتي سيمه ده، چې نورو سيمو ته ترې زيات خطر متوجه شوی دی.))

د څمکنيو ولسوالۍ بل اوسېدونکی دلبر افغان له امنيتي او استخباراتي ادارو غواړي چې د حالت کابو کولو لپاره لاس په کار شي.

افغان وايي: ((د شهرنو په څو سوه مترۍ کې طالبانو سپين بیرغونه درولي دي، خلک ډېر زيات په تشويش کې دي. که دا حالت کنټرول نه شي، نو خدای نا کرده شهرنو به د جنګ کرښه شي.))

عبدالرووف د يادې سيمې بل اوسېدونکی دی چې د ولسوالۍ د شاوخوا کليو د سقوط اندېښنه لري او وايي ياده سيمه له ګردېز وروسته تر ټولو ګڼ نفوسه او سوداګريزه سيمه ده چې که پاملرنه ورته ونه شي ګڼې ستونزې به رامنځته شي.

نوموړي زياته کړه: ((خلک په بازار کې لا ډارېږي، وسله وال طالبان په شهرنو کې فعاله خلکو ته اخطارونه ورکوي. دا ډېر بې ساری خراب حالت دی، خو بدبختانه تر اوسه د امنيتي ځواکونو عمليات يا کوم بل تحرک نه ليدل کېږي.))

سيمه ييز مسوولين هم د وسله والو طالبانو د فعاليت زياتېدل او د شهرنو ښارګوټي ته د وسله والو طالبانو رانږدې کېدل مني، خو ولايتي چارواکي بيا حالت د ډاډ وړ بولي.

د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال سلطان داوود سلطان پژواک ته وويل چې امنيتي حالت له نږدې څاري او په دې اړه به لازم تصميم ونيول شي.

سلطان زياته کړه: ((دښمن هر ځای کوښښ کوي چې امنيت ګډوډ او په تبليغاتو د خلکو اذهان ګډوډ کړي، خو امنيتي حالت تر کنټرول لاندی دی، موږ د دښمن تحرکاتو ته متوجه يو.))

څمکني د پکتيا تر ټولو لويه ګڼ نفوسه او سوداګريزه سيمه ده او پخوا يې امنيتي حالات دومره خراب نه و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.