د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اسټراليا لومړى وزير: افغانستان کې زموږ د سرتېرو قاتل مه خوشې کو‌ئ

د اسټراليا لومړى وزير: افغانستان کې زموږ د سرتېرو قاتل مه خوشې کو‌ئ

Aug 10, 2020 - 15:47

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩) : د اسټراليا لومړي وزير سکوټ موريسون د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د قطر د تړون له مخې دې په افغانستان کې د دوى د سرتېرو قاتل نه خوشې کوي.

د پژواک د راپور له مخې، چې د ١٣٩٢ لمريز کال د تلې په ١٠مه، خپور شوى و، د حکمت الله په نوم يوه افغان سرتېري د ١٣٩١ لمريز کال د وږي په ٨مه د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار اړوند د مراباد په سيمه کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې درې اسټراليايي سرتېري وژلي وو.

د اسټراليايي ځواکونو مشر بريد جنرال ډيوېډ هرلي  هغه مهال ويلي و چې د حکمت په نوم ياد افغان سرتېرى تر پېښې وروسته پاکستان ته تښتېدلى و او د ١٣٩١ لمريز کال د کب په مياشت کې د پاکستان استخباراتي ادارې (اى اېس اى ) حکمت الله نيولى و.

هغه زياته کړې چې دوى له پاکستان سره له ډېرې مودې راهيسې په اړيکه کې وو او پرون په دې وتوانېدل چې ياد سرتېرى د محاکمې لپاره افغانستان ته ولېږدوي.

داسټراليا لومړي وزير ويلي چې اوس ددوى د سرتېرو دغه قاتل د طالبانو د پنځو زرو بنديانو په لېست کې خوشې کيږي.

موريسون دامريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې حکمت الله د قطر د تړون له مخې، بايد د طالبانو په بنديانو کې خوشې نه شي.

سرچينې زياته کړې چې د افغانستان سترې محکمې هغه په اعدام محکوم کړى و، خو تر اوسه پرې عملي شوى نه دى.

د قطر د تړون له مخې، افغان حکومت د طالبانو٤٦٠٠ بنديان خوشې کړل، خو د ٤٠٠ خطرناکو بنديانو چې ويل کيږي، حکمت الله هم په کې دى، له خوشې کولو انکار وکړ.

خو دامريکا د فشارونو له امله ولسمشر اشرف غني لويه مشورتي جرګه راوغوښته او جرګې پرون د اوربند په شرط ددغو بنديانو د خوشې کولو ملاتړ وکړ.

داسټراليا لومړي وزير ويلي : (( موږ غواړو چې زموږ د سرتېرو قاتل حکمت الله په زندان کې پاتې شي .))

د هغه په وينا، داسټراليا د بهرنيو چارو وزير او ددفاع وزير له خپلو امريکايي سيالانو سره هم په دې وروستيو کې پر دې موضوع خبرې کړې دي.

ده زياته کړې چې حکمت الله د اسټراليايي سرتېرو قاتل دى او بايد هېڅکله له زندانه خوشې نه شي، ځکه د هغه خوشې کېدل سولې ته کومه ګټه نه رسوي .

د يادونې ده چې څو ورځې مخکې د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې له افغان سيال حنيف اتمر سره هم ټيلېفوني خبرې کړې وې، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د حکمت الله په اړه څه نه و، ويلي.

اسټراليا چې په افغانستان کې ١٦٠٠ سرتېري درلودل، ډېرى يې په اروزګان ولايت کې مېشت وو، خو له ٢٠١٤ کال وروسته يې ټول ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan