د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان صادرات د هوایي دهلېز له لارې ۲۹ سلنه لوړ شوي

د افغانستان صادرات د هوایي دهلېز له لارې ۲۹ سلنه لوړ شوي

Aug 10, 2020 - 16:20

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۹): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د روان ميلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د هوایي دهلېز له لارې د افغانستان د صادراتو کچه ۲۹ سلنه او ارزښت یې تر ۱۷ سلنې لوړ شوی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې پژواک ته را رسېدلې، راغلي: «د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د نړۍ هېوادونو د هغه د لا خپرېدو د مخنیوي په موخه بېړني احتیاطي تدابیر نیولي چې د دې لامل شول څو د هېوادونو ترمنځ سوداګریز او ترانزیټي مراودات په تېرو لسیزو کې خپلې تر ټولو ټیتې کچې ته ورسېږي؛ په دې لړ کې افغانستان هم له دغه امره مستثنی نه و.»

سرچینې د دې په ویلو سره چې د وري او غویي په میاشتو په اوږدو کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې، زیاته کړه: ((د افغانستان حکومت د دې په درک کولو چې د کوويډ- ۱۹ موضوع یو عمومي ناروغي ده او احتمالاً  له منځه وړل به یې ډېر وخت ونیسي، د ابتکار عمل په لاس کې واخیست څو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې له خصوصي سکټور سره په نږدې همکارۍ د دویم ځل لپاره له سره د سوداګرۍ او ترانزیټ زمینه برابره کړه.»

د سرچینې د معلومات له مخې، تازه شمېرې ښیي چې د روان ميلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د هوایي دهلېز له لارې د افغانستان د صادراتو کچه ۲۹ سلنه او ارزښت یې تر ۱۷ سلنې لوړ شوی دی.

د خبرپاڼې په خبره، له متحده عربي اماراتو او هند سره سوداګري عادي حالت ته راغلې، تمه ده چې له نورو هېوادونو سره هم بېرته له سره پیل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan