د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اکاډميسن سليمان لايق جنازه سبا کابل کې ادا کېږي

د اکاډميسن سليمان لايق جنازه سبا کابل کې ادا کېږي

Aug 10, 2020 - 15:24

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩): د هېواد د نوموتي  ليکوال، شاعر او سياستوال اکاډميسن سليمان لايق د جنازې او تدفين مراسم سبا په کابل کې ترسره کيږي.

هغه څو ورځې مخکې د لوى اختر په لومړۍ ورځ د زمري په لسمه، د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٨١ کلونو په عمر په جرمني کې وفات شوى و.

سليمان لايق د ٢٠١٩ زيږديز کال د سپتمبر په مياشت کې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد پر مهال سخت ټپي شوى و، چې د همدې ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.

دافغانستان د علومو اکاډمۍ رييس ډاکتر ظاهر شکيب د زمري په ٢٠مه، پژواک اژانس ته وويل چې د سليمان لايق جسد نن سهار له جرمني څخه د کابل هوايي ډګر ته راوړل شو.

هغه زياته کړه، چې په هوايي ډګر کې ورته رسمي تشريفات نيول شوي وو، چې په کې د هېواد فرهنګي او علمي شخصيتونو، د علومو اکاډمي مشرتابه او غړو او د سليمان لايق مينه والو ګډون کړی و.

د نوموړي په وينا، د سليمان لايق جنازه د يو لړ تشريفاتو په ترڅ کې د شهيد سردار محمد داوود خان روغتون ته ولېږدول شوه.

ډاکټر شکېب وايي، ټاکل شوې ده چې  سبا سهار د سردار محمد داود خان په روغتون کې د نوموړي د درناوي مراسم ترسره او بيا په عيدګاه جومات کې يې د جنازې لمونځ تر غرمې مخکې په ۱۱ بجو ادا او وروسته د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan