جلال اباد (پژواک ۲۰ زمری ۹۹): د ننګرهار د کانال رياست مسوولین وايي چې د دغه ولایت کانال د زيتون او سترسو باغونو د بيارغونې لپاره د نيالګيو روزنه پيل کړې چې له همدغو نيالګيو به د ختيځ زون وهل شوي ځنګلونه هم بېرته ورغول شي.
دوی وايي، همدا اوس يې ۱۳۰زره نيالګي تر روزنې لاندې نيولي چې د پسرلي له راتګ سره سم به يې اېښودل پيل شي او په دغه ولايت کې به پر زرغونتيا سربېره د حاصلاتو لوړېدو سبب هم شي.
د ننګرهار کانال ادارې وياند سيد همايون غريب مل د زمري په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل، دې ادارې د خپلو باغونو بيارغونې لپاره د نيالګيو روزنه پيل کړې چې ټاکل شوې له را روان پسرلي څخه وړاندې به وکرل شي.
د نوموړي په وينا، دا نيالګي به د ننګرهار د کانال اړوند د زيتون او سترسو فارمونو کې چې د جګړو له امله زيانمن شوي، اېښودل کېږي او بيا به ورغول شي.
دی زياتوي چې پاتې نيالګي به د ختيځو ولايتونو په غرنيو هغو سيمو کې چې ځنګلونه يې پر خپل سري توګه وهل شوي هلته به کېنول کېږي چې هم به د چاپېريال د ککړتيا مخنيوی کوي او هم به ورسره سيمه شنه کېږي.
په همدې حال کې د ننګرهار کانال اړوند د ثمرخېلو د قوريې مسوول انجنير فريد الله وايي، دوی په دې قوريه کې اوسمهال ۱۳۰زره د زيتون نيالګي تر روزنې لاندې نيولي چې کيفيت ته يې هم پاملرنه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((۶۰زره د سترسو نيالګي دي چې ليمو او مالټه په کې شامل دي او دغه راز ۷۰زره د زيتونو قلمې دي چې سترسو کې ۴۳نوعه مالټې او ۴ نوعه ليمو وينې دي.))
د ننګرهار کانال رياست د بوټو ساتنې امر انجنير شمس الرحمن بيا وايي، په ياده قوريه کې د بوټو صحي اړخ ته پوره کوي او بوټي له امراضو څخه ساتي.
هغه وويل: ((پخوا د امراضو د درملنې په برخه کې د درملو نشتون سره مخ و چې اوس موږ ته پوره درمل رارسېږي او د امراضو درملنه سمه کوو.))
د ثمرخېلو د قوريې يوه باغوان جمعه ګل وايي، نه يوازې دا چې دوی ته دلته د کار زمينه برابره شوې، بلکې د هېواد د ابادۍ لپاره هم يو ښه لاره چاره ده.
هغه هيله وښوده چې د دغو نيالګيو په روزنه د کانال حاصلات لوړ شي او خلکو ته د پراخ کار زمينه برابره شي.
د ننګرهار کانال چې څو لسيزې وړاندې ۱۸زره هکتاره ځمکه باندې رغول شوی د زيتون او سترسو پراخ باغونه لري چې د تېرو څو لسيزو جګړو له امله يې ځينې برخې زيانمنې شوي او باغونه چور شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن