هرات (پژواک، ۲۰ زمرى ۹۹): د هرات د عدلیې ریاست وایي چې ددغه ولایت پولیس د تورنو کسانو د جلب او دولتي ځمکو د غصب په مخنيوي کې لازمه همکاري نه کوي او د دغې ستونزې د حل لپاره باید د پولیسو ځانګړې قطعه جوړه شي.
د هرات د عدلیې رییس غلام محمد رحماني نن په یوه خبري ناسته کې وویل، په داسې حال کې چې د تورنو کسانو را جلبول د پولیسو اصلي دنده ده؛ خو پولیس په دغه برخه کې لازمه همکاري نه کوي.
د هغه په خبره، سربېره پردې چې د دولت له ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه هم د پولیسو له یوې بلې دندې څخه ده چې له بده مرغه په دې اړوند هم لټي کېږي.
نوموړي له حکومته وغوښتل څو د ځمکو د غاصبینو او د تورنو کسانو پر وخت د جلب په برخه کې د ښې مبارزې لپاره باید د پولیسو ځانګړې قطعه رامنځته شي.
بلخوا د هرات د عدلیې رییس وویل چې د روان لمریز کال له پیله تراوسه، درې زره جریبه ځمکه له غاصبینو څخه بېرته اخیستل شوې ده.
د نوموړي په خبره، اوس مهال ۱۵۰ جريبه نوره ځمکه هم په مختلفو برخو کې د عدلي او قضایي ادارو تر څېړنو لاندې ده او د دغو څېړنو پایلې به وروسته معلومې شي.
هغه همداراز زیاته کړه چې سږ کال د ځمکې د غصب په اړه ۱۷۵ قضیې وڅېړل شوې او ورته رسېدنه شوې او یوشمېر نور کسان هم د ځمکو د غصب په تور نیول شوي دي.
په همدې حال کې د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل، هره جرمي پېښه چې د عدلیې ریاست له خوا پولیسو ته راجع شوې ده، پر وخت ورته رسېدنه نه ده شوې.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم د ځمکې د غاصبینو پروړاندې د مبارزې لپاره د پولیسو د ځانګړې قطعې په هکله وایي چې د ځمکو پرغصب د تورنو کسانو د جلب موضوع یوه جدي ستونزه ده.
د نوموړي په خبره، د کورنیو چارو له وزارت څخه به وغواړي څو د تورنو کسانو د جلب لپاره په دغه ولایت کې ځانګړې قطعه جوړه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن