کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۹): د ازموینو ملي اداره وایي د کابل ولایت د ۱۳۹۹ کال د کارنکور ورکوونکو ازموینه د راتلونکې وږي میاشتې د دویمې اوونۍ په لړ کې اخیستل کېږي.
د ازموینو د ملي ادارې (NExA) پر فېسبوک پاڼه راغلي چې نن )د زمري شلمه( په بلخ، بغلان، جوزجان او پروان ولایتونو کې د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.
سرچینه لیکي د ۱۳۹۹ کال د کارنکور ازموینې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د زمري په ۷مه پیل او د وږي تر لومړۍ نېټې به پای مومي.
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش ویلي چې سږ کال په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د کانکور ازموینه له ډېرو ستونزو سره مخ وه؛ خو تر اوسه په بریالۍ توګه ترسره شوې ده.
نوموړی وایي، د کانکور ازمویني پر وخت روغتیایي سپارښتنې لکه د فاصلې پرېښول، له مکروب ضد توکو ګټه اخیستل او ماسک په جدي ډول مرعاتوي.
هغه ښکاره کړه چې دغه بهیر تر اوسه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ترسره شوی او ۸۵زره کسانو په دې ازموینو کې ګډون درلود.
خموش ویلي چې د کابل ولایت د کانکور داوطلبانو ازموینه به د روان کال د وږي میاشتې د دویمې اوونۍ په لړ کې واخیستل شي.
د هغه په خبره، د ښوونځیو له لارې د ازموینې ورکوونکو د ګډون د کارټونو وېش، د داوطلبانو د پېژندګلوۍ د اصلاح لپاره انلاین لاسرسی، د بایومټریک معلوماتو د راټولولو د سیسټم انلاین کول، په مرکز او ولایتونو کې د کانکور د پوهاوي پرګرامونه، په ازموینه کې د ګډونوالو نوملړ له مخکې په اختیار کې ورکول او له کرونا ویروس څخه د داوطلبانو د خونديتوب جدي تیارۍ د دغه ادارې له مهمو اقداماتو څخه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن