د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو او اروپايي ټولنې هم د لويې جرګې د پرېکړو هرکلى وکړ

ناټو او اروپايي ټولنې هم د لويې جرګې د پرېکړو هرکلى وکړ

Aug 10, 2020 - 18:56

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩) : د ناټو سازمان او اروپايي ټولنې د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېکړو هرکلى کړى او دا يې د افغان سولې پروسې لپاره مهم ګام بللى دى.

د سولې مشورتي لويې جرګې پرون تر درې ورځنۍ غونډې وروسته د پاتې ٤٠٠ طالب بنديانو د خوشې کولو ملاتړ وکړ، دغه راز د اوربند او بين الافغاني مذاکراتو غوښتنه يې هم وکړه.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبيا په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د افغان سولې پروسې  د برياليتوب لپاره ځينې سختې پرېکړې بايد وشي.

هغه د لويې جرګې د پرېکړو د هرکلي ترڅنګ ويلي چې اوس بايد طالبان ځوابي اقداماتو کولو سره تاوتريخوالى کم او بېړنى اوربند اعلان کړي.

بلخوا په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي هم د لويې جرګې د پرېکړو هرکلى کړى او ويلي يې دي چې د لويې جرګې پرېکړې د سيه سيمه ييزې او نړيوالې اجماع لپاره هم ګټورې دي.

نوموړي چې نن يې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست حنيف اتمر سره ليدلي، ويلي چې دوى ديوه متحد، ديموکراټ ، خپلواک او سوله ييز افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو پر اوږود مهاله همکاريو هم خبرې کړې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan