ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٢٠ ميليونو ته ورسېد

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٢٠ ميليونو ته ورسېد

author avatar
10 Aug 2020 - 11:39
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٢٠ ميليونو ته ورسېد
author avatar
10 Aug 2020 - 11:39

کابل (پژواک، ٢٠ زمری ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٢٠ ميليونو ته رسېدلی دی.

د کرونا ويروس چې شاوخوا اووه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين او ګڼ شمېر اروپايي او اسيايي هېوادونو کې کنټرول شوې، خو په امريکا، هند او برازيل کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٢٠ ميليونو کسانو ته رسېدلی دی.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه نږدې ١٣ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي  او ٧٣٠زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یو سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر پنځو ميليونو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه تشکیلوي.

دغه راز په امریکا کې ١٦٥زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته درې ميليونه کسان پرې اخته او  ١٠٠زره کسان مړه شوي دي.

په هندوستان کې هم دا وبا په تېزۍ سره خپرېږي او د ناروغانو شمېر یې له دوه ميليونو څخه  اوښتی او په نړۍ کې درېیم ځپل شوی هېواد دی. دغه راز په هند کې ٤٥زره کسان مړه شوي.

دغه راز روسيه، هسپانیه، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٣٧ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٣٢٨ کسان مړه او تر ٢٦ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.