کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩) له افغانستانه هندوستان ته د ١٣٣ ميليونه ډالرو په ارزښت قاچاق شوي نشه يي توکي نيول شوي دي.
هندي رسنيو د زمري په ٢٠مه، راپور ورکړى چې د دغه هېواد ځواکونو ۱۹۱ کيلوګرامه هيروئين چې ارزښت يې ۱۳۳ ميليون ډالره ښودل شوی، نيولي دي.
ځايي چارواکو ويلي چې دا نشه يي توکي له افغانستانه لومړى ايران او بيا له ايران څخه د بحر له لارې هندوستان ته لېږدول شوي دي.
سرچينو ويلي چې دا توکي د هندوستان د ممبۍ ښار له ناواشيوا بندر څخه د ځانګړو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
د هندوستان د ګمرکي استخباراتو ادارې ويلي چې دې توکو سره د تړاو په تور دوه کسان هم نيول شوي چې اوس مهال تر پلټنو لاندې دي.
سرچينو ويلي چې دا نشه يي توکي يې په يو ډول پايپونو کې ځاى پر ځاى او ګمرکونو ته ويلي چې دې کې درمل دي.
هندي چارواکو دا نه دي ويلي چې له دې توکو سره د تړاو په تور نيول شوي کسان د کوم هېواد اوسېدونکي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن