کابل (پژواک، ۲۱ زمرى ٩٩): کابینې د دولتي ښوونځيو د یوولسم او دوولسم ټولګیو، د شپې لېسو له اووم تر دوولسم ټولګیو او د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دوولسم ټولګیو د حضوري زده کړو د پیل طرحه تایید کړه.
په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د تېر کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه ثبت شوه. له دې وروسته د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د نورو بندیزونو لګېدو ترڅنګ ښوونیز او تحصیلي مرکزونه هم وتړل شول.
له ارګه په یوه خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې تېر ماښام کابینې د دولتي ښوونځيو د یوولسم او دوولسم ټولګیو، د شپې لېسو له اووم تر دوولسم ټولګیو او د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دوولسم ټولګیو پورې د حضوري زده کړو د پیل طرحه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي دستورالعملونو په رعایتولو سره تصویب کړه او د ۱۳۹۹ کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې پلې کېږي.
کابینې د روانې زمري میاشتې په ۱۴مه د پوهنتونونو د پیل پرېکړه کړې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په کابینه کې اړوند بنسټونه وګومارل شول چې د سولې مشورتي لویې جرګې د لګښتونو او د لوړپوړو چارواکو د ساتنې لګښتونو کې د سپما او نیمولو او د زرهي موټرو د وېش لپاره پر تقنیني سند د بیاکتنې راپور ترتیب او له خلکو سره شریک کړي.
دغه راز سرچینه لیکي چې په دې ناسته کې د مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه چې د هېواد په ګمرکونو کې د ثبت شوو تنفسي دستګاوو د شمېر راپور د جمهوري ریاست عالي مقام او د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن