ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پچيراګام کې ۱۱ پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار پچيراګام کې ۱۱ پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Aug 2020 - 14:26
د ننګرهار پچيراګام کې ۱۱ پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Aug 2020 - 14:26

جلال اباد (پژواک، ۲۱ زمری ۹۹): د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر يوې پوستې وسله والو طالبانو بريد کړی چې له امله يې ۱۱ پاڅون کوونکو او يو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د ننګرهار نازيانو ولسوالۍ کې هم د سيمه ييزې اردو پر يوه پوسته د لشکر اسلام وسله والې ډلې په بريد کې دوه سرتېري وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک سره خبرو کې يادې دواړه پېښې تاييد کړې، خو په دې تړاو يې نور معلومات وړاندې نه کړل.

د ننګرهار ولايت يوې بلې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د پچيراګام ولسوالۍ اړوند مرزا باغ سيمه کې د کنډو په نوم د ولسي پاڅونوالو پر يوه پوسته وسله والو ډله ييز بريد کړی دی.

دی وايي، په ياده جګړه کې شپږ ولسي پاڅونوال وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي او يو شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه درلوده.

په سيمه کې يوې بلې باوري امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې پېښه کې شپږ ولسي پاڅونوال وژل شوي چې د دوو هغو جسدونه يې هم سوځولي دي.

دی وايي، وسله والو لومړی پوسته محاصره کړې وه او تر څو ساعته جګړې وروسته يې مېشت سرتېري وژلي، خو څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

بلخوا د سيمې يو قومي مشر ملک سيدګلاب پژواک ته وويل، په دې پېښه کې شپږ ولسي پاڅونوال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار نازيانو ولسوالۍ کې د لشکر اسلام وسله والې ډلې د سيمه ييزې اردو پر يوې پوستې بريد کړی دی.

که څه هم د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پېښه تاييد کړه او زيات جزئيات يې نه درلودل خو يوې بلې باوري امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د سيمه ييزې اردو دوه بريدملان وژل شوي دي.

هغه په دې پېښه کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه، خو زياته يې وکړ چې کره معلومات نه لري.

د سيمې يوه اوسېدونکي نوراغا پژواک ته وويل، تېره شپه د لشکر اسلام ډلې وسله والو پر يوې پوستې بريد کړی او د سيمه ييزې اردو دوه سرتېري په کې وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.