غزني ښار (پژواک، ٢١ زمرى ٩٩): د غزني لسګونو اوسېدونکو د وسله والو له لوري د مسافرو د لوټلو په غبرګون کې لاريون وکړ او د څو ساعتونو لپاره يې د کابل- کندهار لويه لار هم د ترافيکو پرمخ وتړله.
اعتراض کوونکي وايي چې وسله والو غلو سره له دې چې خلک لوټلي، پر ځينو ښځو يې جنسي تېرى هم کړى دى.
د دوى له ډلې نعمت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو غلو د غزني اندړو ولسوالۍ اړوند د ناني بازار په سيمه کې مسافر وړونکي یو شمېر موټر درولي دي.
هغه وايي: ((ډېر موټر يې درولي وو، بيا يې له مسافرو هر څه اخيستي دي، وروسته يې درې زنانه په همدې سيمه کې يوه کوټه ده چې د باغوانانو لپاره جوړه شوې، هلته بيولې او جنسي تېرى يې پرې کړى دى.))
دغه راز يوه بل اعتراض کوونکي نورالله پژواک ته وويل چې دغه پېښه د اندړو ولسوالۍ اړوند د ناني بازار او ملا نوح بابا سيمو ترمنځ رامنځته شوې ده.
ده هم د جنسي تېري خبره ياده کړه او ويې ويل چې د يادې پېښې عاملين بايد ونيول شي.
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د يادې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
بل لور ته د غزني د والي وياند واحدالله جمعه پژواک ته وويل چې مسافر د وسله والو طالبانو له لوري لوټل شوي دي.
ده وويل چې پر ښځو د جنسي تېري خبره تر اوسه کره معلومه نه ده خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي چې دغه مسافر د حکومتي سرتېرو له لوري لوټل شوي دي.
ده هم وويل چې د جنسي تېري مسئله تر اوسه معلومه نه ده خو طالبانو يې په اړه پلټنې پيل کړې او په تړاو يې تر اوسه څو شکمن کسان هم نيولي دي.
د يادونې ده، د کابل- کندهار د لويې لارې مسافرو ترڅنګ د يو شمېر نورو لويو لارو مسافر هم د لارې په اوږدو کې د وسله والو غلو له شتونه شکايت کوي او له حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن