کابل (پژواک، ۲۱ زمرى ٩٩): د افغانستان نامتو شاعر، ليکوال او پخوانى سياستوال سلیمان لایق، چې کابل کې یو برید کې ټپي او جرمني کې یې ساه ورکړه، نن یی مړی د کابل په مرنجان غونډۍ کې خارو ته وسپارل شو.
سلیمان لایق چې د خلق دموکراتیک ګوند له بنسټ اېښودونکو څخه و او د دغه ګوند د واکمنۍ پرمهال د سرحدونو چارو د وزیر او راډیو تلوېزیون د وزیر په توګه یې دندې تر سره کړي، د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې کابل کې په یوه چاودنه کې ټپی شو.
هغه د روانې زمري مياشتې په لسمه د ټپونو له امله په المان کې له نړۍ سترګې پټې کړې، تېره ورځ یې مړی کابل ته راولېږدول شو، نن یې د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې د سلګونو کسانو په ګډون تر سره او مړی یې په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير طاهر زهير د لایق د تدفین په مراسمو کې ، لایق څو اړخیزه شخصیت وباله او د هغه مړینه یوه ضایعه وبلله.
د ده په وینا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دی چې د لایق له کورنۍ سره په ګډه د هغه ليکلي اثار راټول او چاپ کړي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي مولوي عبدالرحمان عادل هم د لایق مړينه يوه ضايعه وبلله او ويې ويل:"کوم کس چې د هېواد ريښتنی خدمتګار وي، تر مرګ وروسته به يې نوم ژوندی پاتې وي."
د سلېمان لايق زوی غرزي لايق پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلار یې يو وتلی سياستوال او د ادب د ډګر ځلانده ستوری و.
دی زياتوي:"پلار مو په شخصي ژوند کې يو متواضع او مهربان شخصيت و، زموږ فردي ازادۍ ته يې پوره درناوی درلود، تر اوسه یې هېڅ اولاد ته نه و ويلي چې د کوم ګوند غړی شي او يا څه وکړي؛ خو ستره هيله يې دا وه چې اولادونه يې لوړې زده کړې ولري."
د هغه د معلوماتو له مخې، لايق دوه لوڼی او دوه زامن لري چې دا مهال په المان کې ژوند کوي.
لایق په پښتو او دري دواړو ژبو د شعر او نثر ګڼ شمېر لیکلي اثار لکه د چونغر ترانې، سندرې په سویو واټونو کې، کېږدۍ، یادونه او درمندونه، کیسې او افسانې، د اباسین سپیدې، شپېلۍ، سپرغۍ او نور لري.
لایق چې اصلي نوم يې غلام مجدد و، په ۱۳۰۹ کال د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې نړۍ ته سترګې غړولې وې. ده لومړنۍ زده کړې د پغمان په مدرسه شرعیه کې او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې کړې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن