کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٩): ولسمشر غني وايي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د بښنې فرمان له لاسلیک وروسته، د خلکو تمه دا ده چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نشته دى، بايد هرڅه ژر پيل شي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د زمري په ٢١مه د ارګ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغان دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره وليدل.
سرچينه وايي چې په پیل کې د مذاکره کوونکي پلاوي ريیس محمد معصوم ستانکزي او یو شمېر غړو د طالبانو له ډلې سره د مذاکراتو د پیل او سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.
محمد معصوم ستانکزي وویل چې د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنو ته په پام به د واحد ټیم په توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د ولس غوښتنې په پام کې ونیسي.
وروسته ولسمشر غني وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه کې سیاسي قوت ټولو ولید او نړۍ په یوه لید لوري او قوت ستاسو ملاتړې ده او دا ستاسو لپاره لویه پانګه ده.
هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې د افغان دولت لپاره د سولې تګلاره وټاکله، نو بايد اوس تحقق پيدا کړي.
ده وويل: ((موږ سولې ته ژمن یوو او د دې لپاره مو عملي هڅې او اقدامات کړي او موخه مو داده چې جګړه په اساسي توګه پایته ورسېږي.))
ولسمشر وايي چې د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی د طالبانو له ډلې سره د تلپاتې او باعزته سولې لپاره چې د خلکو غوښتنه ده، مذاکرات کوي.
غني زياته کړه: ((د ۴۰۰ طالب بندیانو د بښنې فرمان له لاسلیک وروسته، د خلکو تمه دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د طالبانو ډلې د مذاکراتو پر وړاندې باید نور هېڅ خنډ او پلمه وجود ونه لري او ژر تر ژره باید پیل شي.))
د ځينو سرچينو په وينا، ټاکل شوې ده چې د راتلوونکې پنج شنبې په ورځ د حکومت مذاکره کوونکى پلاوى قطر ته ولاړ شي او هلته د طالبانو له استازو سره د سولې اړوند مذاکرات پيل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن