ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: کندوز کې نهه طالبان د خپل ماين چاودونې وژلي

چارواکي: کندوز کې نهه طالبان د خپل ماين چاودونې وژلي

author avatar
11 Aug 2020 - 12:00
چارواکي: کندوز کې نهه طالبان د خپل ماين چاودونې وژلي
author avatar
11 Aug 2020 - 12:00

کندوز ښار (پژواک، ٢١ زمرى ٩٩): د کندوز امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې نهه وسله وال طالبان د خپل ماين چاودنې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د کندز د پوليسو وياند هجرت الله اکبري د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل چې د کندوز ښار- علي اباد ولسوالۍ پر لويه لار د ګذر خزانې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو د نښه کولو په موخه ماين ځاى پر ځاى کړي چې چاودنه يې پرې وکړه.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي چې په وژل شوو کې د طالبانو قوماندان سيف الرحمن مشهور به يک شانه هم په کې شامل دى.

اکبري زياتوي چې په دې چاودنه کې يو شمېر طالبان ټپيان شوي هم دي خو تر اوسه يې کره شمېره معلومه نه ده.

دغه راز کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د علي اباد ولسوالۍ په عرضبيګي سيمه کې ماين ځاى پر ځاى کاوه چې چاودنه يې پرې کړې ده.

سرچينه وايي چې په دې چادونه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه د پژواک اړيکه نه ده ځواب کړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.