کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٠٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۲۶۹ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ٢١ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٧٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٠٧ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۲۶۹ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣١ په هرات، ١٦ په فارياب، ١٦ په کندهار، لس په باميان، نهه په دايکنډي، شپږ په فراه، پنځه په تخار، څلور په بادغيس، درې په کندوز، دوه په اروزګان او يوه-يوه هم په ننګرهار، بغلان، بدخشان، هلمند او کونړ ولايتونو کې دي.
د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کابل په لابراتوارونو کې د کرونا ٥٤ شکمنې پېښې ازمايل شوي خو يو يې هم مثبت نه و.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٨٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۶۴۱۵ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٦ ناروغان د کرونا له امله مړ شوى چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ۱۳۴۴ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې د يوې سروې له مخې،په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن