ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تاجکستان د ترانسپورټ وزير د ځان وژنې هڅه کې سخت ټپي شوى

د تاجکستان د ترانسپورټ وزير د ځان وژنې هڅه کې سخت ټپي شوى

author avatar
11 Aug 2020 - 17:04
د تاجکستان د ترانسپورټ وزير د ځان وژنې هڅه کې سخت ټپي شوى
author avatar
11 Aug 2020 - 17:04

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٩) : د تاجکستان د ترانسپورټ وزير خدايار خدايارزاده ، د ځان وژنې په يوه هڅه کې سخت ټپي شوى دى.

د راپورونو له مخې، دا پېښه نن سهار وخته د دغه هېواد د پلازمېنې دوشنبې ښار په يوه اپارتمان کې چېرته چې خدايار اوسېده، رامنځته شوې ده.

د تاجکستان لويې څارنوالۍ ويلي چې نوموړي نن سهار د چاقو  په وسيله د ځان وژنې هڅه کړې وه، خو د کورنۍ د غړو له لوري په بېړنۍ توګه روغتون ته وړل شوى او اوس تردرملنې لاندې دى.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، هغه دغه کار د کورني تاوتريخوالي له امله کړى دى.

د تاجکستان لويې څارنوالۍ ويلي چې ددې جنايي پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

خدايار چې اوسمهال ٦٢ کاله عمر لري تر دې مخکې د پارلمان غړى هم و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.