ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د خیرخاني سيمه کې چاودنې درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کابل ښار د خیرخاني سيمه کې چاودنې درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
11 Aug 2020 - 09:17
د کابل ښار د خیرخاني سيمه کې چاودنې درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
11 Aug 2020 - 09:17

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۹۹): د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې نوې پروژې پر سړک پر يو هايلکس موټر د ماين چاودنې يو کس وژلی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د کابل امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د دغه مطلب په بيانولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې نوې پروژې پر سړک شوې ده.

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل او تر دې دمه د يادې چاودنې مسووليت هم چا پر غاړه نه دی اخيستی.

خو يوې امنيتې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې چادونه کې وژل شوی او ټپيان د ملي امنيت رياست کارکوونکي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.