د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ۱۲ ټيمونو په ګډون په پروان کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ۱۲ ټيمونو په ګډون په پروان کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې

Aug 11, 2020 - 10:40

چاریکار (پژواک، ۲۱ زمري ۹۹): د پروان ولایت د منتخب ټيم لپاره د مخکښو څېرو ټاکلو په پار د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۲ ټيمونو ترمنځ د کرکټ لس ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

په پروان کې د کرکټ بورډ د دفتر مسوول حامد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ چې په ګروپي چوکاټ کې او د هېواد د کرکټ بورډ تر مستقیم څار لاندې تېره ورځ پیل شوې، هره ډله د درېیو ټیمونو لرونکې ده او هر ټېم به په درېیو لوبو کې سیالي کوي.

په همدې حال کې د پروان ولایت ورزشي امر محمد عظیم وایي، دغه سیالۍ په دغه ولایت کې د کرکټ د میدان د نه شتون له امله، دپروان ولایت په مرکز چاریکارو کې د بیات په ورزشي سټډیوم کې ترسره کېږي.

بلخوا د کرکټ لوبغاړي د دغه سیالیو له ترسره کولو هرکلی کوي، خو د تمریناتو د دوام لپاره د لازمو سهولتونو د نه شتون له امله شکایت کوي.

د دغه سیالیو یو ګډونوال سید محمد په پروان کې د کرکټ میدان د نه شتون له امله شکایت کوي او وایي:«د کرکټ لوبې لپاره د میدان نه شتون له امله لږ سیالۍ ترسره کېږي، له ډېرې ستونزې سره مخ یو، که د دولتي بنسټونو یا کوم کس له خوا د دغه ستونزې حل ته پام وشي، ډېره ښه به وي.»

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan