ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيې د کرونا ويروس ضد واکسين جوړ او بازار ته يې وړاندې کوي

روسيې د کرونا ويروس ضد واکسين جوړ او بازار ته يې وړاندې کوي

author avatar
11 Aug 2020 - 18:51
روسيې د کرونا ويروس ضد واکسين جوړ او بازار ته يې وړاندې کوي
author avatar
11 Aug 2020 - 18:51

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٩) : د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د کرونا واکسين د جوړېدو د اعلان ترڅنګ ويلي چې سر له سبا به دغه واکسين  بازار ته وړاندې شي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا اته مياشتې مخکې په چين کې پيدا شو، اوس د نړۍ تر ٢٠٠ زياتو هېوادونو او سيمو کې خپر شوى، په ټوله نړۍ کې شل ميليونه خلک پرې اخته شوي، څه دپاسه ٧٠٠ زره مړه شوي او تر ١٣ ميليونه کسان بېرته روغ شوي دي.

روسي رسنيو خبر ورکړى چې دغه هېواد په تېرو دوو مياشتو کې وکولى شول چې د کرونا واکسين  جوړ او په درېيو مرحلو کې يې په برياليتوب سره پر انسانانو ازمايلى دى.

ددغه هېواد ولسمشر پوتين ويلي چې روسيه په نړۍ کې لومړى هېواد شو، چې د کرونا واکسين يې جوړ او بازار ته به يې عرضه کړي.

هغه زياته کړې، دا واکسين د مسکو په ګماليا انسټيټيوټ کې جوړ شوى او د نوموړي ( پوتين) لور ته هم ورکړل شوى.

پوتين ويلي : (( زه پوهيږم چې دا واکسين په اغېزمن ډول کار کوي، د انسان په بدن کې دفاعي نظام ځواکمن کوي او ټولې ازموينې يې په برياليتوب سره ترسره کړې دي.))

د روسيې ولسمشر ويلي چې په لويه کچه به ډېر ژر ددې واکسين توليد پيل، خپلو بازارونو وړاندې او نړۍ ته به يې صادر کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.