ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه : د بنديانو تبادله کې د کومانډو ٢٥ سرتېري نه دي خوشې شوي

سرچينه : د بنديانو تبادله کې د کومانډو ٢٥ سرتېري نه دي خوشې شوي

author avatar
11 Aug 2020 - 16:50
سرچينه : د بنديانو تبادله کې د کومانډو ٢٥ سرتېري نه دي خوشې شوي
author avatar
11 Aug 2020 - 16:50

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٩) : حکومت ته نږدې باوري سرچينې وايي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو په تبادله کې ٢٥ تنه کومانډو سرتېري نه دي خوشې شوي.

دغه سرتېري شاوخوا دوه نيم کاله مخکې د غزني ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي وو.

يوې باوري حکومتي سرچينې د زمري په ٢١مه، پژواک اژانس ته وويل چې دغه ٢٥ سرتېري تر اوسه د حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو په تبادله کې نه دي خوشې شوي.

سرچينې زياته کړې چې دوى تر ډېره بريده هڅه کوي چې تر بين الافغاني مذاکراتو مخکې دغه بنديان هم خوشې شي.

خو يوې بلې سرچينې وويل چې طالبانو ددې بنديانو له خوشې کولو انکار کړى، خو اوس چې ولسمشر د ٤٠٠ خطرناکو بنديانو د خوشې کولو فرمان لاسليک کړ، ممکن طالبان هم دغه کومانډو سرتېري خوشې کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو کومانډو سرتېرو کورنيو هم له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې يې بنديان خوشې شي.

په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې، افغان حکومت بايد د طالبانو پنځه زره بنديان او طالبان د حکومت زر تنه بنديان خوشې کړي.

طالبانو ويلي چې خپله برخه زر تنه دولتي بنديان يې خوشې کړي دي، خو حکومت تر اوسه د طالبانو د لېست له مخې ٤٦٠٠ خوشې کړي او د څلورو سوو بنديانو د خوشې کولو لپاره يې لويه مشورتي جرګه را وغوښته او جرګې ددې بنديانو خوشې کول تاييد کړل.

ولسمشر اشرف غني پرون ددې پاتې ٤٠٠ طالب بنديانو د خوشې کولو فرمان لاسليک کړ، خو سرچينې وايي چې نن يا سبا به يې د خوشې کولو لړۍ پيل شي.

د ملي امنيت شورا د ملکي تلفاتو د مخنيوي د کمېسيون مشر او د بنديانو د خوشې کولو کمېسيون غړي انتظار خادم پژواک اژانس ته وويل چې دوى د پاتې ٤٠٠ بنديانو خوشې کولو ته بشپړ تيارى لري او ډېر ژر به يې پروسه بشپړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.