ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیې وزارت: روان مالي کال کې څه باندې ۹۸.۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

مالیې وزارت: روان مالي کال کې څه باندې ۹۸.۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي

author avatar
11 Aug 2020 - 18:55
مالیې وزارت: روان مالي کال کې څه باندې ۹۸.۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي
author avatar
11 Aug 2020 - 18:55

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۹۹): د مالیې وزارت وایي، روان مالي کال کې د هېواد د ملي عوایدو کچه څه باندې ۹۸.۹ میلیارده افغانیو ته رسېدلې چې څه باندې پنځه میلیارده یې د روانې میاشتې له درېیمي تر ۱۶مې راټول شوي دي. 

د افغانستان د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د روان ۱۳۹۹ مالي کال د زمري میاشتې له درېیمې تر ۱۶مې د هېواد له عایداتي سرچینو پنځه میلیارده او ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې له دغو عوایدو ۲۷۳ میلیونه له مستوفیتونو، یو میلیارد او ۳۰۸ میلیونه له مالیاتي عوایدو، یو میلیارد او ۴۲۸ میلیونه له غیرمالیاتي عوایدو او دوه میلیارده او ۱۲۳ میلیونه افغانۍ د هېواد له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.

مالیې وزارت په دیارلس ورځو کې د ډېرو عوایدو د راتولېدو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

دغه وزارت لیکلي چې په ټوله کې د روان مالي کال د زمري میاشتې تر ۲۰ مې ۹۸ میلیارده او ۹۴۷ میلیونه افغانۍ    ملي عواید راټول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي عواید تېر ۱۳۹۸ کال ۲۰۸ میلیارده افغانۍ شوي و.

دغه راز یاد وزارت وایي چې د روان مالي کال له پیله تر اوسه له ملي بودیجې څه باندې ۲۱۴.۸ میلیارده افغانۍ لګول شوې، چې د ټولې ملي بودیجې ۴۶ سلنه جوړوي.

سرچینه زیاتوي چې له دې ډلې تر دې مهاله ۵۸.۳ میلیارده افغانۍ (۳۵.۲ سلنه) پراختیایي او ۱۵۶.۵ میلیارده افغانۍ (۵۱ سلنه) عادي بودیجه لګول شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.