د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په شېرخان بندر کې د اسانتیاوو نه شتون د سوداګرو د فعالیت خنډ ګرځېدلی

په شېرخان بندر کې د اسانتیاوو نه شتون د سوداګرو د فعالیت خنډ ګرځېدلی

Aug 11, 2020 - 14:23

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۹۹): د کندوز ډېری سوداګرو د دغه ولایت په شېرخان بندر کې د اسانتیاوو د نه شتون له امله خپل فعالیتونه درولي او په نورو ولایتونو کې د سوداګرۍ پر کارونو بوخت شوي دي.

د کندوز د شېرخان بندر د سوداګرو اتحادیې رییس سید مجتبی هاشمي وایي چې نا امني، بډې اخیستل او د ګمرک له خوا د اسانتیاوو نه شتون سبب شوی چې د دغه ولایت ډېری سوداګر خپل سوداګریز فعالیتونه په دغه بندر کې ودروي او د هېواد نورو بندرونو ته مخه کړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دغه بندر کې مخکې ۱۴۵ شرکتونو فعالیت درلود، خو اوس مهال یوازې پنځه هغه یې پاتې دي.»

هغه وایي، د امنیت نشتوالی جدي ستونزه ده چې د یو شمېر سوداګرو د تښتونې سبب شوې او بډو اخیستلو ته یې زمینه برابره کړې ده چې سوداګر نه شي کولای په دغه وضعیت کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

سرچینې زیاته کړه چې مسوولین ۱۵ ورځې وخت لري څو د سوداګرو دغه ستونزو ته پام وکړي چې بې له دې به په دغه بندر کې سوداګریز فعالیتونه په پوره ډول ودرول شي.

هاشمي اندېښنه وښوده چې که وضعیت په دې ډول دوام وکړي، ډېر ژر به د دغه بندر له لارې کاروبار سقوط وکړي.

په دغه بندر کې یوه سوداګر ضیاالحق ضیایي پژواک ته وویل، د گمرک له خوا د اسانتیاوو نه شتون او ناامنۍ له امله یې په دغه بند کې خپل فعالیتونه درولي دي.

هغه وایي: «امنیت خراب دی، ګمرک د خلکو لپاره اسانتیاوې نه برابروي، نو څه ډول یو سوداګر زړه ښه کړي چې د کندوز په بندر کې کار وکړي.»

بلخوا د کندوز ولایتي شورا په شېرخان بندر کې د سوداګریزو فعالیتونو  پر کمرنګ کېدو نیوکه وکړه او د ګمرک سیمه ییز مسوولین په کم کارۍ او بې پامۍ تورنوي.

د کندوز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي پژواک ته وویل: «د ستونزو او اسانتیاوو د نه شتون سربېره، زموږ سوداګر له شېرخان بندره د هېواد نورو بندرونه ته تللي دي.»

هغه په شېرخان بندر کې شته ستونزو ته په اشاره وویل، د شېرخان بندر مسوولین له سوداګریزو سره ښې کاري اړیکې نه لري، ناامنۍ لوړې کچې ته رسېدلې، نو سوداګر اړ شوي څو دغه بندر پرېږدي.

د کندوز د سوداګرۍ خونې رییس ګل محمد رجب زاده مني چې په شېرخان بندر کې سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه وایي چې په دغه بندر کې د سوداګریزو فعالیتونو په اړه پاملرنه وشي، که پام ونه شي نو څو پاتې سوداګر به هم دغه بندر پرېږدي.

رجب زاده وایي: «د لویې لارې امنیت خراب دی، سوداګر تګ او راتګ نه شي کولای نو اړ دي دغه بندر پرېږدي.»

په همدې حال کې د کندوز د امنیې قوماندان جنرال فقیر محمد جوزجاني تاییدوي چې د دې څلورلارې د ځینو سیمو په اوږدو کې امنیتي وضعیت ښه نه دی، خو ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه تدابیر لري څو وضعیت ښه شي.

جوزجاني پژواک ته وویل: «پوهېږو چې سوداګر امنیتي ستونزه لري بیا مو هم پلانونه لرو څو امنیتي وضعیت ښه شي له خلکو غواړو چې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.»

له بلې خوا د شېرخان بندر ګمرک په ریاست کې مسوولین وایي، له سوداګرو یې د قانون په چوکاټ کې له هېڅ ډول همکارۍ درېغ نه دی کړی.

د شېرخان بندر د ګمرک رییس جمشېد سادات پژواک ته وویل: ((موږ د قانون په چوکاټ کې له سوداګرو سره هر ډول مرستې ته تیار یو او له امنیتي ځواکونو غواړو د سوداګرو د امنیت د تامین په برخه کې بې ساري اقدامات وکړي.»

شېرخان بندر د افغانستان له مهمو بندرونو دی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه له یو بل سره نښلوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan