د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د ودونو یوشمېرهوټلونه روغتیایي سپارښتنې نه عملي کوي

په کابل کې د ودونو یوشمېرهوټلونه روغتیایي سپارښتنې نه عملي کوي

Aug 11, 2020 - 18:57

 کابل(پژواک، ۲۱ زمرى ۹۹): د کابل یوشمېر اوسېدونکي د ودونو په هوټلونو کې د وقایوي سپارښتنو د نه رعایتولو له امله نیوکه کوي او وایي چې که روغتیاتي سپارښتنو ته پام ونه شي، هېوادوال به د کرونا ویروس د دویم موج د خپراوي شاهدان وي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي په موخه حکومت په کابل ښار کې د وري په نهمه په تګ او راتګ محدودیت وضع کړ، یوشمېر دولتي او غیردولتي ادارې، د زده کړو مرکزونه يې وتړل او د هوټلونو او رسټورانټونو فعالیتونه یې هم بند کړل.

خو په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له کموالي سره، شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې هوټلونو، رسټورانټونو، تفریحي پارکونو، د اب بازۍ حوضونو او ... ته د روغتیایي سپارښتونو د عملي کولو په شرط دویم ځلي د فغالیت اجازوه ورکړل شوه.

د کابل یو اسېدونکی کاظم د ودونو د هوټلونو له خوا د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو په نه رعایتولو نیوکه کوي او وایي چې د هوټلونو خاوندان د خپلو جیبونو په فکر کې وي او د خلکو روغتیا ته لږ پام هم نه کېږي.

هغه زیاته کړه:«که روغتیایي سپارښتنې رعایت نه شي او د ودونو هوټلونه په همدې ډول خپلو کارونه ته دوام ورکړي، د کرونا ویروس د دویم او له لومړي ځل نه د خطرناکه موج شاهدان به واوسو.»

د کابل یو اوسېدونکی چې تېره شپه یې د یوه ملګري له خوا په کابل ښار کې یوه هوټل ته بلل شوی و، وویل چې یوه سرپټي تالار ته نږې زر کسان مېلمان راغلي وو چې د سالون د ګرمې هوا او هواکش د نه شتون له امله، مېلمونو په سختۍ ساه اخیستله.

نوموړي د ټولنیزې فاصلې، د مېلمنو له خوا د ماسک او دستکشو څخه د ګټې اخیستنې نه رعایتولو ته په اندېښنې، زیاته کړه:«د ډېر خپګان ځای دا دی چې د هوټل ګارسونان او نور کارکوونکي چې پر مېز یې د غذا د سروېس مسوولیت پرغاړه درلود، پرلاسونو دستکش او پرمخ یې ماسکونه نه وو او هېڅ ډول روغتیایي سپارښتنې یې نه رعایتولې.»

د کابل اوسېدونکو له مسوولینو وغوښتل څو د کابل ښار د ودونو په هوټلونو، رسټورانټونو او نورو ځايونو کې د وقایوي سپارښتنو له څرنګوالي څارنه وکړي او اجازه ورنه کړي چې د پیسو لاسته راوړلو لپاره څو کسان د خلکو ژوند په خطر کې واچوي.

 په کابل کې د ودونو د هوټلونو د اتحادیې رییس نادر قرغه یي پژواک ته وویل چې د هوټلونو او رسټورانټونو خاوندان د دویم ځلي فعالیت له امله ژمنه کړې ده چې روغتیایي لارښوونې به مراعاتوي.

هغه د ټولنیزې فاصلې رعایتول، د کار په وخت کې له ماسک او له دستکشو ګټه اخیستل او د پخلنځي د پاکوالي رعایتول، د هوټل پر دروازه د مکروب ضد مایع کارول او ... له سپارښتونو یادې کړې او زیاته یې کړه چې یاد موارد د بېړنۍ کمېټې سره کرښه ده او باید عملي شي.

هغه وویل:«هغه هوټلونه چې ژمنې او روغتیایي سپارښتنې مراعات نه کړي، قانوني او جدي چلند به ورسره کېږي.»

 بلخوا د کابل د والي ویاند ناصر مهري وایي چې د بېړنۍ څارونکې کمېټې پلاوی چې د عامه پوهاي، روغتیایي او امنیتي کمېټو له غړو، د عامې روغتیا وزارت د استازو او ګذر له وکیلانو څخه تشکیل شوی، هره ورځ په هوټلونو او رسټورانټونو کې د وقایوي سپارښتنو له څرنګوالي څخه څارنه کوي.

هغه وویل چې یاد پلاوی هره ورځ د ودونو هوټلونو او رسټورانټونو ته ورځي او د روغتیایي سپارښتنو له څرنګوالي څارنه کوي. دغه ټېم د کرونا ویروس د زیانونو او په هغه د اخته کېدو د مخنیوي په موخه د پوهاوي ترڅنګ، د اصنافو د وقایوي سپارښتنو له سرغړونو هم مخه نیسي.

نوموړی وایي چې د هوټلونو خاوندان هم د کمېټې له بېړنیو ټېمونو سره ژمنه کړې ده چې د عامې روغتیا وزارت له خوا وقایوي سپارښتنې رعایتوي او د خپلو مراجعینو غوږونو ته هم د وقایوي لارښوونو رعایتول رسوي.

 مهري د دې په ویلو چې تراوسه هېڅ هوټل هم د وقایوي سپارښتنو د نه مراعاتولو له مله نه دی تړل شوی، وویل که وقایوي دستورالعملونه راعایت نه کړي، لومړی ورته لارښوونه او وروسته تړل کېږي.

د کابل د والي د یاند په خبره، د ودونو له هوټلونو، رسټورانټونو، پلورنځیو، تفریحي پارکونو، او د اب بازۍ له حوضونو څارنه به په راتلونکو ورځو کې هم د کابل په ناحیو کې دوام ولري.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرواي تراوسه په دغې ناروغۍ ٣٧١٦٢ کسان اخته، ٢٦٢٢٨  یې بېرته روغ شوي او ١٣٢٨ تنه مړه شوي ديٍ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan