ښرنه (پژواک، ٢١ زمرى ٩٩): په پکتيکا کې يو شمېر امنيتي سرچيني وايي چې په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د توغنديو د لګېدو له امله تر اوسه اته کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
په برمل ولسوالۍ کې يوې باوري امنيتي سرچينې د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې پاکستاني پوځيانو پر دې ولسوالۍ سلګونه توغندي توغولي دي.
نوموړي وايي چې د يادو توغندیو لګېدو له امله تر اوسه اته ملکي وګړي وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې پاکستاني پوځيان له صفري نقطې د افغانستان لورته سلګونه مټره مخ ته هم راغلي دي.
دغه راز په برمل کې د وزير قوم مشر حاجي قدرت الله پژواک ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې پاکستان په پرله پسې ډول پر دې ولسوالۍ توغندي توغوي.
ده وويل چې تر اوسه دغه توغندي د دې ولسوالۍ په مرغه، منګړيتۍ، سور زغمى، ګورويک، تنګي، خرڅين او په ځينو نورو سيمو لګيدلي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پاکستاني پوځيان له پنځه تر لسو کيلومتره پورې د افغانستان په خاروه کې مخ ته راغلي دي.
ده هم وويل چې د يادو توپونو د لګېدو له امله تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي او تر لسو ډېر ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال رحمدل حيدرزي پژواک ته وويل چې پاکستان په پرله پسې ډول پر برمل ولسوالۍ توغندي توغوي.
ده وويل چې يو توغندى پر يوه جومات لګېدلى او يو بل توغندى پر يو کور لګېدلی چې له امله يې يو ماشوم ټپي شوى دى.
بل لور ته د پاکستان حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستاني پوځيان پر کونړ ولايت هم په وقفه يې ډول توغندي توغوي، خو حکومت يې تر اوسه مخه نه ده نيولې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن