کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٩) : د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د کرونا واکسين د جوړېدو د اعلان ترڅنګ ويلي چې سر له سبا به دغه واکسين بازار ته وړاندې شي.
د کرونا ويروس چې شاوخوا اته مياشتې مخکې په چين کې پيدا شو، اوس د نړۍ تر ٢٠٠ زياتو هېوادونو او سيمو کې خپر شوى، په ټوله نړۍ کې شل ميليونه خلک پرې اخته شوي، څه دپاسه ٧٠٠ زره مړه شوي او تر ١٣ ميليونه کسان بېرته روغ شوي دي.
روسي رسنيو خبر ورکړى چې دغه هېواد په تېرو دوو مياشتو کې وکولى شول چې د کرونا واکسين جوړ او په درېيو مرحلو کې يې په برياليتوب سره پر انسانانو ازمايلى دى.
ددغه هېواد ولسمشر پوتين ويلي چې روسيه په نړۍ کې لومړى هېواد شو، چې د کرونا واکسين يې جوړ او بازار ته به يې عرضه کړي.
هغه زياته کړې، دا واکسين د مسکو په ګماليا انسټيټيوټ کې جوړ شوى او د نوموړي ( پوتين) لور ته هم ورکړل شوى.
پوتين ويلي : (( زه پوهيږم چې دا واکسين په اغېزمن ډول کار کوي، د انسان په بدن کې دفاعي نظام ځواکمن کوي او ټولې ازموينې يې په برياليتوب سره ترسره کړې دي.))
د روسيې ولسمشر ويلي چې په لويه کچه به ډېر ژر ددې واکسين توليد پيل، خپلو بازارونو وړاندې او نړۍ ته به يې صادر کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن