کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٩): د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي ويلي چې د طالبانو په پاتې ٤٠٠ بنديانو کې ٥٦ يې پر اعدام محکوم دي.
صديق له امريکا غږ سره په يوه مرکه کې ويلي چې د ولسمشر د بنښې وروستي فرمان پر اساس په خوشي کېدونکو ٤٠٠ بنديانو کې ١٥٦ يې د نشه يي توکو د قاچاق په جرم هم محکوم شوي دي.
هغه زياته کړې، د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کولو د فرمان په لاسلیک کېدو سره ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د زندانیانو د خوشي کولو بهیر پیل شي.
امریکایي چارواکو تمه ښودلې چې د بندیانو له خلاصېدو وروسته سمدستي دې بینالافغاني مذاکرات پیل شي.
د ولسمشر وياند ویلي، ټاکل شوې چې ډېر ژر د حکومت مذاکراتي ډله د قطر مرکز دوحې ته ولاړه شي، خو د دغه پلاوي د تګ وخت یې په ډاګه نه کړ.
د هغه په وينا چې د دولت د مذاکراتي ټیم ترکیب نه دی بدل شوی، خو زیاته یې کړه چې حکومت د بدلونونو په برخه کې انعطاف ښیي.
صدیقي وویل چې اوس د سولې د مستقیمو مذاکراتو د نه پیلولو لپاره طالبانو ته هېڅ ډول پلمه پاتې نه ده.
ولسمشر غني ټینګار کاوه چې د دغو بندیانو خوشي کولو صلاحیت نه لري او بالاخره یې لویه مشورتي جرګه را وبلله. د جرګې د سپارښتنو له مخې، ولسمشر د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۰مه) د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ.
په قطر کې د امريکا او طالبانو د تړون له مخې، افغان حکومت بايد د طالبانو ٥٠٠٠ بنديان خوشي کړي، خو په تېرو شپږو مياشتو کې حکومت ٤٦٠٠ بنديان خوشي کړل، خو د پاتې نورو له خوشي کولو يې انکار کړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن