ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې يوې راډيو ته څېرمه چاودنه شوې

بغلان کې يوې راډيو ته څېرمه چاودنه شوې

author avatar
12 Aug 2020 - 10:55
بغلان کې يوې راډيو ته څېرمه چاودنه شوې
author avatar
12 Aug 2020 - 10:55

پلخمري (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٩): د بغلان په مرکز پلخمري کې يوې راډيو ته څېرمه چاودنه شوې چې له امله يې د دې راډيو ودانۍ زيانمنه شوې ده.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د پلخمري ښار د ششصد کوټي په سيمه کې د ارمان شهر راډيو ودانۍ ته څېرمه د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.

ده وويل: ((هدف راډيو نه و، په لار يې ماين د امنيتي کسانو لپاره خښ کړى و خو چاودنه يې کړې چې له امله يې د شاوخوا ودانيو او د راډيو د ودانۍ ښيښې ماتې شوې دي.))

خو د ارمان شهر راډيو رييس سيد عظيم هاشمي پژواک ته وويل چې چاودنه د راډيو د ودانۍ په دروازه کې شوې ده.

هغه وايي: ((سره له دې چې زموږ د دفتر ښښيې ماتې شوې، يو شمېر ماشينونه هم زيانمن شوي دي.))

بل لور ته له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) هم دغه پېښه غندلې او وايي چې اړوند امنيتي ارګانونه بايد د رسنيو د امنيت په تامين کې پوره همکاري وکړي.

نى وايي: ((موږ د بغلان له امنيتي ارګانونو غواړو چې د ارمان شهر راډيو ته څېرمه د چاودنې مسئله جدي بررسي کړي، عاملين يې پيدا او د عدالت منګولو ته يې وسپاري.))

د يادونې ده، تېره اوونۍ هم په بغلان کې د اديب په نوم يوې راډيو ته څېرمه چاودنه شوې وه چې له امله يې د دې راډيو ودانۍ زيانمنه شوې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.