ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې يو شمېر کروندګرو ته د مېوو او سبزيو وچولو ماشينونه ورکړل شول

خوست کې يو شمېر کروندګرو ته د مېوو او سبزيو وچولو ماشينونه ورکړل شول

author avatar
12 Aug 2020 - 15:52
خوست کې يو شمېر کروندګرو ته د مېوو او سبزيو وچولو ماشينونه ورکړل شول
author avatar
12 Aug 2020 - 15:52

خوست ښار (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست يو شمېر ښځينه او نارينه کروندګرو ته د مېوو او سبزیو وچولو ماشينونه ورکړل.

د مسوولينو په وينا، دغه ماشينونه چې د لمريزې برېښنا پر مټ چلېږي، د بڼوالۍ د ځنځري ارزښت د ودې او سکتوري پروژې په چوکاټ کې ۲۸ کروندګرو ته ورکړل شول.

کروندګر وايي، په دې سره به له خپلو مېوو او سبزیو ښه ګټه پورته کړي او پر وخت سره به يې بازار ته وړاندې کړي، خو وايي چې دا ورته بسنه نه کوي؛ ځکه توليداتو ته په کتو يې په دې برخه کې نورو مرستو ته هم اړتیا ليدل کېږي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير حفيظ الله شاه نوري وايي، پر هر ماشين ۱۸۳زره افغانۍ لګښت شوی چې د ټولو مجموعي قيمت پنځه میلیونه افغانیو ته رسېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو ماشینونو په وسیله به کروندګر وکولی شي د خپلې وچې کړې سبزۍ او مېوې د پام وړ عوايد لاس ته راوړي.

هغه وايي: ((دلته د کروندګرو پر وړاندې لویه ستونزه دا ده چې له یوې خوا یې سبزۍ او مېوې موسمي وي چې ژر تېرېږي او بل لوری د حاصل پر وخت ضایعات ډېر لري، نو د دغو ماشینونو په وسیله به هم د ضایعاتو مخه نیول شوې وي او هم به خلکو ته په کې د کار زمینه برابره وي.))

په ورته مهال یو کروندګر حاجي ورک چې یاد ماشین ورکړل شوی، وایي، پخوا به یې مېوې او سبزیجات له یوې خوا له حشرو په امن نه وې او بل خوا به د حاصل پر وخت په بازار کې نرخونه لوېدلي وو چې خواریو ته په کتو به یې د پام وړ عواید نه ترلاسه کول.

ده پژواک ته وويل: ((موږ باغونه او د سبزیجاتو لپاره کروندې لرو، خو د حاصلاتو ساتلو او سپما لپاره مو څه نه درلودل، د حاصل ترلاسه کولو پر مهال به مایوسه شوو؛ ځکه نرخونه به ټيټ شول، خو د دې ماشینو له لارې به موږ سبزۍ او مېوې وچوو او په مناسب وخت کې به یې بازار ته وړاندې کوو.))

یوې بلې مېرمنې حجیاڼۍ حکيمې پژواک اژانس ته وويل، د سبزیو او مېوو ډېری حاصلات يې د سپما او د ساتنې مناسبو ماشینونو نه شتون دی.

خو هغه وايي چې اوس د دغو ماشینونو په ترلاسه کولو خوښه ده او له اړوند ادارو غوښتنه لري چې په دې برخه کې یې نور لاسنیوی هم وکړي.

هغې زياته کړه: ((له دې ماشینونو به زموږ په شان مېرمنې ښه ګټه واخلي، خو غوښتنه مو دا ده چې دا بسنه نه کوي، بلکې په دې برخه کې دې نورې مرستې هم وشي، څو مېرمنې له دې لارې ښه عواید ترلاسه کړي.))

د کرنې برخې مسوولين وايي، که د اړوند ادارو له خوا کروندګرو ته په بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوی وشي او همدا ډول د کرنې په برخه کې له هغوی سره د اړتيا وړ مرستې وشي، نو اب او هوا ته په کتو سره به دغه ولايت د تازه سبزيو او مېوو له پلوه پر ځان بسيا شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.