ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خلک: وسله وال طالبان دې نور له جګړې لاس واخلي

د پکتيا خلک: وسله وال طالبان دې نور له جګړې لاس واخلي

author avatar
12 Aug 2020 - 16:29
د پکتيا خلک: وسله وال طالبان دې نور له جګړې لاس واخلي
author avatar
12 Aug 2020 - 16:29

ګردېز (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې د امريکا له خوا له وسله والو طالبانو سره د شوي تړون وروستی شرط هم پوره شوی او ياده ډله بايد نور له تاوتريخوالي لاس واخلي.

دوی وايي چې له امريکا سره د سولې تړون او له افغانانو سره جګړه د يادې ډلې لپاره تاريخي تور باب دی او د دې ډلې مشرتابه ته په کار ده چې نور د حالاتو حساسيت درک او جنګ بس کړي.

په دې اړه د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي کفتان پژواک ته وويل چې ټول خلک سوله غواړي او نور په هېڅ نوم د جګړې له دوام سره موافق نه دي.

نوموړی وايي: ((د طالب بنديانو په خلاصون ځکه خوشحاله شو چې افغانان به وي او له دې سره به جګړه ودريږي، نور نو طالبان هم بايد د ولس ستونزې او غوښتنې په نظر کې ونيسي؛ ځکه د دوی ټولې غوښتنې منل شوې دي.))

د زرمت ولسوالي اوسېدونکی ولي خان روانه جګړه پردۍ او استخباراتي بولي او وايي چې په جګړه کې ټول زيان افغانانو ته اوړي او په کار ده چې په تدبير يې د غځېدو مخه ډپ شي.

خان زياته کړه: ((موږ ټول سوله غواړو، له جګړې ډېر ستړي شوي يو؛ ځکه چې نه کاروبار کولای شو، نه په کرار ژوند کولای شو او په سوله کې د ژوند هغه سهولتونه ترلاسه کيږي چې ژوند کولو ته زمينه برابروي.))

د ګردېز اوسېدونکې بدرۍ جمالې چې په ښار کې د تېرې روژې مياشتې په موټربم چاودنه کې يې کور او د کورنۍ غړو ته زيان اوښتی، پژواک ته وويل چې د افغانستان هر اوسېدونکی د روانې جګړې په اصليت پوه دی چې د پرديو ګټو لپاره ترسره کيږي.

جماله ټينګار کوي چې ټول افغان سياستوال او مشران بايد د سولې لپاره سره يو او د وسله والو طالبانو مشرتابه د خلکو د سولې واقعي غوښتنو ته درناوی وکړي.

نوموړې زياته کړه: ((طالبانو ته زموږ دا پيشنهاد دی چې خدای ته هم وګورئ، قران ته هم وګورئ، نور جنګ بس کړئ. کونډې او يتيمان بېخي ډېر دي، پرېږدئ چې نور خلک په آرامه ژوند او کار وکړي.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړي ممتاز کرخېل وويل چې افغانان هر څه ژر د جګړې درېدو غوښتنه کوي او دا غږ په وروستۍ لويه مشورتي جرګه کې په ښه ډول پورته شو.

کرخېل وايي چې دولت او وسله وال طالبان دې د سولې له شته بې ساري فرصت څخه سالمه ګټه پورته او د بهرنيو مداخلو مخه دې ونيسي.

نوموړی په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې پر رښتينو هڅو هم ټينګار کوي او وايي: ((که دواړه خواوې په خپلو کړو ژمنو کې رښتينې واوسي، تاوتريخوالی کم، خبرو ته لاره برابره او ولس ته صلاحيت ورکړي، ولس مرستې ته چمتو دی او سوله راوستلی شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.