کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٩): طالبان وایي، کره استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي چې د څرخي پله له زندان څخه د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پر مهال د هغوی پر لېږدوونکو موټرو د برید پلان جوړ شوی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د ایمیل له لارې ویلي:" اسلامي امارت د دقیقو او مستندو استخباراتي معلوماتو په اساس خبرداری ورکوي چې د "کابل ادارې" څرخي پله له زندان څخه د باقي پاتې بندیانو د خلاصون د پروسې په وړاندې جدي امنیتي خطر متوجه دی.
هغه زیاتوي:"یوې داعشي ډلې د حکومت د استخباراتو، د ځينو نظامیانو او د زندان د امنیتي پوستو د قوماندانانو په مرسته اراده کړې تر څو په هغو نقلیه وسایطو باندې برید وکړي چې د څرخي پله له زندان څخه به باقې پاتې بندیان انتقالوي."
د ده په وینا، طالبان په دې اړه اندېښنه لري او ټولو اړوندو خواوو ته خبر ورکوي چې د یاد خطر د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او د بندیانو د انتقال پروسه په احتیاط او په ډېره مصئونه توګه ترسره کړي؛ که نه مسوولیت به ور په غاړه وي.
د مجاهد په وینا، هغه کسان چې برید یې پلان کړی، غواړي چې پر بندیانو د برید په ترسره کولو سره د سولې د مذاکراتو پروسه مختل کړي او له بندیانو څخه خپل غچ واخلي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې اړه دې له امنیت شورا سره خبرې وشي.
د امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل سره مو د واټس اپ له لارې اړیکه ټینګه کړه خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.
د طالبانو او امریکا د متحده ایالتونو تر منځ د هوکړې له مخې باید د افغانستان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو زر تنه د حکومت بندیان خوشي کړي.
حکومت له یادې ډلې ۴۶۰۰ طالب بندیان خوشي کړي او ټاکل شوې چې د لویې مشورتي جرګې د پرېکړې له مخې ۴۰۰ نور هغه طالب بندیان هم خوشي کړي چې ویلي یې و ولسمشر یې د خوشي کولو واک نه لري.
ټاکل شوې د یادو ۴۰۰ بندیانو تر خوشي کېدو وروسته د سولې بین الافغاني خبرې هم په قطر کې پیل شي.
طالبان وایي چې د حکومت زر تنه بندیان یې خوشي کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن