ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دې وروسته به د خبریالانو د شکایتونو هېڅ مورد له څار پرته نه پاتې کېږي

له دې وروسته به د خبریالانو د شکایتونو هېڅ مورد له څار پرته نه پاتې کېږي

author avatar
12 Aug 2020 - 16:21
له دې وروسته به د خبریالانو د شکایتونو هېڅ مورد له څار پرته نه پاتې کېږي
author avatar
12 Aug 2020 - 16:21

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): د یوه هوکړه لیک له مخې؛ له دې وروسته به خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له اړخه د شکایتونو د ثبت لپاره یو ټاکلی ادرس ولري او د هغوی هېڅ شکایت به پرته له څاره نه پاتې کېږي.

دغه هوکړه لیک نن د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د مسوولینو او اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون ترمنځ لاسلیک شو.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې دغه هوکړه لیک د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېتې د عدالت غوښتنې مسوول صدیق الله توحیدي او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس عین الدین بهادري لاسلیک کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه هوکړه لیک له لاسلیکولو موخه اطلاعاتو ته د نه لاسري په اړه د خبریالانو او رسنیو د شکایتونو ثبت او ورته رسېدنه ښودل شوې ده.

سرچینه لیکي: «په وروستيو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د خبریالانو شکایتونو ته د ژر او ښه رسېدو په موخه ويبسایټ جوړ کړی، څو هغه خبریالان چې له دې ډول ستونزو سره مخ کېږي په اسانۍ او لږ وخت کې خپل شکایتونه له کمېټې سره ثبت او کمېټه هغه له مسوولو بنسټونو لکه د اطلاعاتو ته د لاسري له کمېسیون سره شریکوي.»

په خبرپاڼه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې برخې مسوول صدیق الله توحیدي له قوله راغلي: «له دغه کاره یې موخه خبریالانو ته اسانتیا او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په برخه کې د ستونزو په اړه د هغوی د شکایتونو د ثبت لپاره د مشخص ادرس شتون دی.»

اطلاعاتو ته د لاسري کمېسیون رییس عین الدین بهادري، د دغه هوکړه لیک موخه او اهمیت اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د تحقق لپاره تر هرڅه له مخکې او ښه همغږي یاده کړه.

هغه زیا کړه چې له دې وروسته به خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د شکایتونو د ثبت لپاره یو ټاکلی ادرس ولري او د هغوی هېڅ شکایت به بې له څاره نه پاتې کېږي.

د هغه په خبره دغه اقدام د دې سبب کېږي څو اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي ستونزې په قانوني ډول وڅېړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.