ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو او هلمند ولايتونو کې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

په ميدان وردګو او هلمند ولايتونو کې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
12 Aug 2020 - 18:01
په ميدان وردګو او هلمند ولايتونو کې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
12 Aug 2020 - 18:01

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): د ميدان وردګو په نرخ او د هلمند په ناوې ولسوالیو کې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې.

د ميدان وردګو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نرخ ولسوالۍ په سرکي بادام سیمه کې د هلکانو او نجونو د یوه لومړني ښوونځي د ودنۍ جوړولو چارې د یو کال په موده کې بشپړې شوې.

سرچينه ليکي چې دغه ښوونځي د يو کال په اوږدو کې د څلور میلیونه، دوه سوه زره، ١٥زره، ٤٧٣ افغانۍ لګښت د ولسي تړون پروګرام له لوري جوړ چې یاد ښوونځی شپږ ټولګي، ادارې خونې، د پاکو اوبو څاه او درې تشنابونه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ښوونځي په جوړېدو سره به په راتلونکي کې ګڼ شمېر زده کوونکي په یوه معیاري او مناسب پوهنیز چارپېریال کې د زده کړو له نعمت نه برخمن شي.

ياده اداره وايي، دغه راز د نرخ ولسوالۍ د بادام اړوند د تايمني او چغرې په سیمو کې د دوو نورو لومړنیو فاروقیه او چغرې ښوونځیو لپاره د څښاک اوبو د یوې، يوې څاه د کیندلو چارې هم بشپړې شوې.

سرچينه زياتوي، پر یادو دوه حلقو څاګانو څه باندې څلور سوه زره افغانۍ لګښت راغلی چې له دې سره به لسګونه هلکان او نجوني زده کوونکي پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

بلخوا د هلمند د پوهنې رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولايت د ناوې ولسوالۍ د خُسرو اباد غربي لېسې نوې ودانۍ  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

سرچينې زياته کړې، دا ودانۍ د لسو میاشتو په موده کې د پوهنې وزارت له پراختیایي بودجې څخه د شاوخوا لس میلیونه افغانيو په لګښت جوړه شوې چې ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د احاطي دېوال او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې اسانتیاوې لري.

د هلمند د پوهنې رییس داوودشاه صفاري د ناوې ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ چې د اولادونو لپاره به یې د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.