ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د دېوال نړېدو پېښه کې د يوې کورنۍ شپږ ماشومان مړه شوي

پکتيا کې د دېوال نړېدو پېښه کې د يوې کورنۍ شپږ ماشومان مړه شوي

author avatar
12 Aug 2020 - 13:46
پکتيا کې د دېوال نړېدو پېښه کې د يوې کورنۍ شپږ ماشومان مړه شوي
author avatar
12 Aug 2020 - 13:46

ګردېز (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): د پکتيا ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د دېوال نړېدو پېښه کې د پنځو نجونو په ګډون شپږ ماشومان مړه شوي او يو بل ټپي شوی دی.

دغه پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په بر کارېز سيمه کې د باران د ورښت له امله رامنځته شوې ده.

د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس شادم خان هلال پژواک ته وويل چې په پېښه کې لومړی پنځه ماشومان ځای پر ځای مړه شوي او دوه نور يې په ټپي حالت کې روغتون ته انتقال شوي چې يوه بل يې بيا په روغتون کې ساه ورکړې ده.

هلال وايي چې د مرستيال والي په مشرۍ د اضطرار کمېټې غړي له يادې کورنۍ سره د خواخوږي او مرستې لپاره ورغلي او د هر ماشوم پر سر يې ۵۰۰۰۰ افغانۍ مرسته ور سره کړې ده.

نوموړي زياته کړه: ((موږ ټول د معاون صيب په مشرۍ دې کورنۍ ته ورغلو، د جمهوري رياست د لومړي معاون او ځينو چارواکو همدردي مو ورته ورسوله، نغدي او د خوراکي موادو کومک مو هم ور سره وکړ. د کور داخل دېوال يې چپه شوی و.))

د يادې کورنۍ مشر سليم چې په پېښه کې يې درې بچيان مړه شوي، وايي چې په دې پېښه کې يې د درې وروڼو اولادونه مړه او ټپيان شوي دي.

نوموړي په ژړغوني غږ پژواک ته وويل:((خدای پاک ډېره لويه او سخته پېښه را باندې راوستله، پنځه جينکۍ او يو هلک مو شهيدان شوي او يو هلک مو په صحت طفل کې دی. د هغه وضعيت هم نازک دی، په کوما حالت کې دی.))

د ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل وايي، ياده کورنۍ د ميرزکې ولسوالي ده او د سيدکرم په کارېز سيمه کې په کرايي کور کې اوسيږي.

کرخېل وويل: ((که دې کورنۍ ته څوک ټوله دنيا هم ورکړي، دا پېښه نه شي جبران کېدلای، نو مهمه دا ده چې يو څوک چېرته اوسيږي، د دا ډول بدو پېښو د مخنيوي لپاره بايد د کور نظم و جوړښت ته زيات پام وکړي. که خپله يې جوړوي او که د بل چا کور وي.))

د يادونې ده چې په لرې پرتو سيمو کې ډېرى وخت د واورې او باران د ورښت او سېلابونو له امله خام کورونه چپه کيږي چې خلکو ته د مالي زيان ترڅنګ ځاني زيان هم اړوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.