د جګړو او ناامنیو له امله ۳۵۰ کورنۍ تازه کندهار ښار ته راغلې دي

 کندهار ښار (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): په سوېل کې د جګړو او ناامنیو له امله د کورنیو د بې ځایه کېدو لړۍ روانه ده او له همدې امله یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ۳۵۰ کورنیو د کندهار له ناامنو ولسوالیو او ولایتونو څخه کندهار ښار ته پناه راوړې ده.

د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له بده مرغه د جګړو او ناامنیو له امله د داخلې بې ځایه کېدنې لړۍ لا هم روانه ده او هره میاشت لسګونه کورنۍ د کندهار له ناامنو ولسوالیو او نږدې ولایتونو هلمند او اروزګان څخه کندهار ښار ته پناه راوړي.

هغه زیاته کړه، یوازې تېرې دوې میاشتې د همدې ستونزې له امله ۳۵۰ کورنۍ کندهار ښار ته راغلي چې دوی یې مرستې ته رسېدلي دي.

دی وايي، همدا اوس د دغو کورنیو له ډلې د ۱۱۸ کورنیو سروې روانه ده څو ډېرې مستحقې کورنۍ په نښه او مرستې ورسره وشي.

دغه راز ده خبر ورکړ چې د یوې بهرنۍ مرستندویه ادارې NRC په مالي ملاتړ د مرستې یوه پروژه تر کار لاندې ده چې له مخې به یې له ۶۲۴۳ داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشي او هرې کورنۍ ته به ۷ زره افغانۍ ورکړل شي.

نایاب زیاتوي، د سروې په پایله کې به هغه کورنۍ انتخابېږي چې د کرونا بحران له امله یې خپل کارونه او دندې له لاسه ورکړي وي او ان د کور توکو پلورلو ته اړې شوې وي.

دی وايي، اوسمهال د دغې مرستې د وېش په موخه د کندهار ښار په ۵، ۷، ۹ او ۱۲ ناحیو کې سروې پیل شوې چېرې چې تر ټولو ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ مېشتې دي.

د ده په خبره، د سروې لړۍ په ۱۵ ورځو کې بشپړېږي.

د کډوالو چارو رییس دغه راز یادونه وکړه چې دویمه لویه پروژه له ۴۹۱ داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د سولر برېښنا سیسټم مرسته ده چې د UNHCR ادارې په مالي ملاتړ پلې کېږي.

ده وویل، دا چې په کندهار کې د حرارت درجه ډېره لوړه ده او داخلي بې ځایه شوي کورنۍ په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي، د دې پروژې له لارې به د برېښنا اسانتیا تر لاسه کړي.

دغه راز ده خبر ورکړ چې په روان کال کې د ۱۰۰ کډوالو کورنیو لپاره په پنجوايي ولسوالۍ کې د دوه اتاقه کورونو جوړولو لړۍ هم پیلېږي.

دی وايي، په دې پروژه کې چې د کډوالو د نړیوال سازمان په مرسته پلې کېږي ۳۰ سلنه راستنېدونکو کډوالو، ۲۵ سلنه داخلي بې ځایه شوو کډوالو او ۲۵ سلنه بې بضاعته کورنیو ته کورونه جوړېږي.

د ده په خبره، له دې لارې به هغه کورنۍ سرپناه ولري چې په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وي.

نایاب په نږدې راتلونکې کې پر ۱۴۵۰۰ کډوالو کورنیو د روغتیايي کېټونو د وېش خبر هم ورکړ چې دوو مرستندویه ادارو UNHCR او NRC په ملاتړ ترسره کېږي.

د ده په خبره، د دغو روغتیايي کېټونو وېش به هم په نږدې راتلونکې کې پیل شي.

خو نوموړي په سمه توګه د قانون د نه پلې کېدا او ضعف له امله د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه چې د ځایي اوسېدونکو او زور واکو له خوا په ځینو مواردو کې دوی ته ستونزې جوړېږي او د دوی په چارو کې مداخله کوي.

ده د بېلګې په توګه د یوې پېښې یادونه وکړه چې د کندهار ښار په میرویس مېنه کې د مرستندویه ادارې NRC ښځینه کارکوونکې د سیمې د اوسېدونکو له خوا وهل شوې وې.

خو ده یادونه وکړه چې دوی خپلې چارې په قانوني بڼه مخ ته وړي او د دغسې ټولنیزو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې په تخمیني توګه له ۷۰ تر ۸۵ زره کورنۍ د جګړو، ناامنیو او نورو ستونزو له امله کندهار ته راغلي او دلته مېشتې شوې دي.

دغه کورنۍ د هلمند او ارزوګان په ګډون د هېواد له اتلسو ولایتونو او د کندهار له ۱۰ ناامنو ولسوالیو څخه د جګړې او نورو ستونزو له امله کندهار ته پناه راوړې ده.

د کډوالو چارو رییس وايي، د داخلي بې ځایه کېدنې لړۍ لا هم روانه ده خو د سپین بولدک لارې څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ د کرونا بحران له امله درېدلې او له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یوه کورنۍ هم بیرته خپل هېواد ته نه ده راغلې.

کندهار ته راغلي کډوال وايي، په سخت وضعیت کې ژوند کوي او په سمه توګه مرستې نه ورته رسېږي.

د سلېمان کاکا په نوم له هلمند څخه راغلي کډوال پژواک ته وویل، کندهار ته له بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو تر څنګ د هلمند زرګونو کورنیو پناه راوړې چې په جګړو او هوايي بریدونو کې یې کورونه ویجاړ شوي او دلته هم له کړاوه ډک ژوند تېروي.

هغه زیاته کړه، د جګړو او ناامنیو له امله د هلمند له بېلابېلو ولسوالیو څخه زرګونه کورنۍ بې ځایه او کندهار ته راغلې دي چې په بد وضعیت کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، کورونه مو د همدې دولت په بمباریو او د طالب په جګړو کې ویجاړ شوي، خو چارواکي د دې پر ځای چې مرسته راسره وکړي، توپیریز چلند راسره کوي.

خو یو بل کډوال عبدالغفور وايي بیا د دولت او مرستندویه ادارو له مرستو مننه کوي، خو وايي چې دغه مرستې یې درد نه دوا کوي او دوی غواړي چې په سیمو کې یې امن راشي او خپلو مېنو ته ستانه شي.

دی زیاتوي، کندهار ته راغلي کډوال د یوه وخت لپاره هم ډوډۍ او د څښاک اوبه نه لري، ډېر یې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې په خېمو، خرابه کورونو کې اوسېږي ان له ناوسۍ په یوه کور کې درې او څلور کورنۍ ژوند کوي.

د ده په خبره، غم دا دی چې دې خلکو ته کار هم نه موندل کېږي، ځکه خو د حکومت او مرستندویه ادارو مرستې ته اړ دي.

نظر ورکړئ