ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړو او ناامنیو له امله ۳۵۰ کورنۍ تازه کندهار ښار ته راغلې دي

د جګړو او ناامنیو له امله ۳۵۰ کورنۍ تازه کندهار ښار ته راغلې دي

author avatar
12 Aug 2020 - 16:04
د جګړو او ناامنیو له امله ۳۵۰ کورنۍ تازه کندهار ښار ته راغلې دي
author avatar
12 Aug 2020 - 16:04

 کندهار ښار (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): په سوېل کې د جګړو او ناامنیو له امله د کورنیو د بې ځایه کېدو لړۍ روانه ده او له همدې امله یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ۳۵۰ کورنیو د کندهار له ناامنو ولسوالیو او ولایتونو څخه کندهار ښار ته پناه راوړې ده.

د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له بده مرغه د جګړو او ناامنیو له امله د داخلې بې ځایه کېدنې لړۍ لا هم روانه ده او هره میاشت لسګونه کورنۍ د کندهار له ناامنو ولسوالیو او نږدې ولایتونو هلمند او اروزګان څخه کندهار ښار ته پناه راوړي.

هغه زیاته کړه، یوازې تېرې دوې میاشتې د همدې ستونزې له امله ۳۵۰ کورنۍ کندهار ښار ته راغلي چې دوی یې مرستې ته رسېدلي دي.

دی وايي، همدا اوس د دغو کورنیو له ډلې د ۱۱۸ کورنیو سروې روانه ده څو ډېرې مستحقې کورنۍ په نښه او مرستې ورسره وشي.

دغه راز ده خبر ورکړ چې د یوې بهرنۍ مرستندویه ادارې NRC په مالي ملاتړ د مرستې یوه پروژه تر کار لاندې ده چې له مخې به یې له ۶۲۴۳ داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشي او هرې کورنۍ ته به ۷ زره افغانۍ ورکړل شي.

نایاب زیاتوي، د سروې په پایله کې به هغه کورنۍ انتخابېږي چې د کرونا بحران له امله یې خپل کارونه او دندې له لاسه ورکړي وي او ان د کور توکو پلورلو ته اړې شوې وي.

دی وايي، اوسمهال د دغې مرستې د وېش په موخه د کندهار ښار په ۵، ۷، ۹ او ۱۲ ناحیو کې سروې پیل شوې چېرې چې تر ټولو ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ مېشتې دي.

د ده په خبره، د سروې لړۍ په ۱۵ ورځو کې بشپړېږي.

د کډوالو چارو رییس دغه راز یادونه وکړه چې دویمه لویه پروژه له ۴۹۱ داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د سولر برېښنا سیسټم مرسته ده چې د UNHCR ادارې په مالي ملاتړ پلې کېږي.

ده وویل، دا چې په کندهار کې د حرارت درجه ډېره لوړه ده او داخلي بې ځایه شوي کورنۍ په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي، د دې پروژې له لارې به د برېښنا اسانتیا تر لاسه کړي.

دغه راز ده خبر ورکړ چې په روان کال کې د ۱۰۰ کډوالو کورنیو لپاره په پنجوايي ولسوالۍ کې د دوه اتاقه کورونو جوړولو لړۍ هم پیلېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.