د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا خلک: وسله وال طالبان دې نور له جګړې لاس واخلي

د پکتيا خلک: وسله وال طالبان دې نور له جګړې لاس واخلي

Aug 12, 2020 - 16:29

ګردېز (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې د امريکا له خوا له وسله والو طالبانو سره د شوي تړون وروستی شرط هم پوره شوی او ياده ډله بايد نور له تاوتريخوالي لاس واخلي.

دوی وايي چې له امريکا سره د سولې تړون او له افغانانو سره جګړه د يادې ډلې لپاره تاريخي تور باب دی او د دې ډلې مشرتابه ته په کار ده چې نور د حالاتو حساسيت درک او جنګ بس کړي.

په دې اړه د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي کفتان پژواک ته وويل چې ټول خلک سوله غواړي او نور په هېڅ نوم د جګړې له دوام سره موافق نه دي.

نوموړی وايي: ((د طالب بنديانو په خلاصون ځکه خوشحاله شو چې افغانان به وي او له دې سره به جګړه ودريږي، نور نو طالبان هم بايد د ولس ستونزې او غوښتنې په نظر کې ونيسي؛ ځکه د دوی ټولې غوښتنې منل شوې دي.))

د زرمت ولسوالي اوسېدونکی ولي خان روانه جګړه پردۍ او استخباراتي بولي او وايي چې په جګړه کې ټول زيان افغانانو ته اوړي او په کار ده چې په تدبير يې د غځېدو مخه ډپ شي.

خان زياته کړه: ((موږ ټول سوله غواړو، له جګړې ډېر ستړي شوي يو؛ ځکه چې نه کاروبار کولای شو، نه په کرار ژوند کولای شو او په سوله کې د ژوند هغه سهولتونه ترلاسه کيږي چې ژوند کولو ته زمينه برابروي.))

د ګردېز اوسېدونکې بدرۍ جمالې چې په ښار کې د تېرې روژې مياشتې په موټربم چاودنه کې يې کور او د کورنۍ غړو ته زيان اوښتی، پژواک ته وويل چې د افغانستان هر اوسېدونکی د روانې جګړې په اصليت پوه دی چې د پرديو ګټو لپاره ترسره کيږي.

جماله ټينګار کوي چې ټول افغان سياستوال او مشران بايد د سولې لپاره سره يو او د وسله والو طالبانو مشرتابه د خلکو د سولې واقعي غوښتنو ته درناوی وکړي.

نوموړې زياته کړه: ((طالبانو ته زموږ دا پيشنهاد دی چې خدای ته هم وګورئ، قران ته هم وګورئ، نور جنګ بس کړئ. کونډې او يتيمان بېخي ډېر دي، پرېږدئ چې نور خلک په آرامه ژوند او کار وکړي.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړي ممتاز کرخېل وويل چې افغانان هر څه ژر د جګړې درېدو غوښتنه کوي او دا غږ په وروستۍ لويه مشورتي جرګه کې په ښه ډول پورته شو.

کرخېل وايي چې دولت او وسله وال طالبان دې د سولې له شته بې ساري فرصت څخه سالمه ګټه پورته او د بهرنيو مداخلو مخه دې ونيسي.

نوموړی په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې پر رښتينو هڅو هم ټينګار کوي او وايي: ((که دواړه خواوې په خپلو کړو ژمنو کې رښتينې واوسي، تاوتريخوالی کم، خبرو ته لاره برابره او ولس ته صلاحيت ورکړي، ولس مرستې ته چمتو دی او سوله راوستلی شي.))

د يادونې ده، د روانې اوونۍ په پيل کې په کابل کې د سولې په اړه مشورتي لويه جرګه جوړه شوه، دې جرګې پرېکړه وکړه چې حکومت دې د طالبانو پاتې څلور سوه زندانيان هم ازاد کړي څو د سولې د راتګ لپاره هېڅ ډول پلمه پاتې نه شي.

د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ په اوږدو کې په قطر هېواد کې د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan