ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

علوي : افغانستان کې له سولې پرته سيمه ييز اقتصادي پرمختګ ناشونى دى

علوي : افغانستان کې له سولې پرته سيمه ييز اقتصادي پرمختګ ناشونى دى

author avatar
12 Aug 2020 - 16:18
علوي : افغانستان کې له سولې پرته سيمه ييز اقتصادي پرمختګ ناشونى دى
author avatar
12 Aug 2020 - 16:18

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٩) : د پاکستان ولسمشر عارف علوي ويلي چې يو سوله ييز او با ثباته افغانستان د ټولې سيمې او پاکستان په ګټه دى او د سيمې اقتصادي پرمختګونه او سيمه ييز اتصال د افغانستان له ثبات پرته ناممکنه دى.

په اسلام اباد کې د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د زمري په ٢٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان سفير شکر الله عاطف مشعل نن ولسمشر عارف علوي سره  د مخه ښې ليدنه وکړه.

سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پرمهال ولسمشر علوي وويل چې پاکستان له افغانستان سره خپلو اړيکوته ډېر ارزښت ورکوي او غواړي چې دا اړيکې نورې هم پياوړې شي.

هغه زياته کړې، لومړى وزير عمران خان غواړي چې له ټولو ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه له افغانستان سره ښې اړيکې ولري.

د پاکستان ولسمشر په دې ليدنه کې دافغانستان د لويې مشورتي جرګې له خوا د بنديانو دخوشې کولو په اړه د پرېکړو هرکلى وکړ .

په خبرپاڼه کې راغلي، علوي افغان سفير ته وويل چې هېواد يې د کرونا پر مهال له افغان کډوالو سره د ځايي اوسېدونکو په څېر چلند کړى دى .

دغه راز د پاکستان ولسمشر د افغانستان په بيا رغونه کې د خپل  هېواد د همکاريو او د ځينو هغو غټو پروژو يادونه وکړه چې ددوى له خوا ترسره شوې دي.

علوي هيله څرګنده کړې چې د ګوادر سوداګريز بندر څخه افغان سوداګر هم ګټه پورته کړي .

د افغانستان سفير عاطف مشعل د افغانستان په سولې پروسه کې د پاکستان د رول ستاينه کړې ده.

دغه راز نوموړي د پاکستان له حکومته هم مننه کړې چې د کرونا پر مهال يې خپلې لارې د سوداګرۍ لپاره پرانيستې وې.

د افغانستان سفير د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره هم ليدلي دي.

مشعل په خپل ټويټر کې ليکلي چې په دې ليدنه کې يې د سولې پروسې د پرمختګونو په اړه  خبرې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.