د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني په مسکو کې افغان سفير ډاکټر لطيف بهاند له دندې لرې کړ

ولسمشر غني په مسکو کې افغان سفير ډاکټر لطيف بهاند له دندې لرې کړ

Aug 12, 2020 - 10:57

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٩): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ولسمشر اشرف غني په شفاهي حکم په مسکو کې د افغانستان سفير ډاکتر لطيف بهاند له دندې لرې کړى دى.

ډاکټر بهاند د ١٣٩٧ لمريز کال د لړم په مياشت کې په روسیه کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوى و چې د ډېرو خلکو له خوا يې هرکلى هم وشو.

د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو د مرستيال ميرويس ناب په لاسليک په مسکو کې د افغانستان سفارت په يوه استول شوي مکتوب کې راغلي چې د ډاکتر بهاند دنده د روان کال د زمري په ١٩مه پاى ته رسېږي.

سرچينې زياته کړې چې د هغه دنده د ولسمشر اشرف غني د يوه شفاهي حکم له مخې چې د بهرنيو چارو وزارت ته يې کړى و، پاى ته رسېدلې.

په دغه مکتوب کې سفارت ته دنده سپارل شوې چې د يوه درې کسيز پلاوي له خوا دې له لطيف بهاند سره حسابونه تصفيه شي.

د بهرنيو چارو وزارت په مسکو کې د افغانستان سفارت مستشار وزير مختار همايون محتاط د سفارت د وارسي په توګه ټاکل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې چې تېر کال د ولسمشر د دفتر رياست له خوا د بهرنيو چارو وزارت په نوم په يوه مکتوب کې په روسيه کې د سفير په توګه د ډاکتر لطيف بهاند د فعاليتونو ستاينه شوې ده.

په دغه مکتوب کې راغلي: ((د ډيپلوماسۍ په برخه کې د ډاکتر بهاند هڅې او فعاليتونه د قدر وړ دي، د هېواد نور سفيران هم بايد د هغه لاره خپله کړي، د بهرنيو چارو زارت بايد د نورو سفيرانو فعاليتونه هم له موږ سره شريک کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني څو مياشتې مخکې په يو لړ مراسمو کې د لطيف بهاند له خدمتونو او فعاليتونو هم ستاينه کړې وه.

هغه زياته کړې وه: ((زموږ د فرهنګي ډيپلوماسۍ غوره بېلګه په روسيه کې ده، د همکاريو او اړيکو يوه نوې فضا يې رامنځته کړې ده.))

نوموړي ويلي چې لطيف بهاند په فرهنګي کچه د افغانستان استازيتوب کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه يې غوښتي وو چې ویې ستاييي.

ډاکتر بهاند له سفارت مخکې د بهرنيو چارو په وزارت کې د مرکزي اسيا څانګې د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.

هغه د دې ترڅنګ چې ښه ډيپلومات دى، د هېواد په کچه يو له سترو ليکوالو دى او ګڼ شمېر کتابونه يې چاپ شوي دي.

لطيف بهاند ګڼ شمېر مهم کتابونه له نورو ژبو پښتو ژبې ته ژباړلي او دا ژبه يې بډايه کړې ده.

نوموړي درې کاله مخکې د روسي ژبې شهکار اثر چې ميخايل الکزانډروېچ شوله خاف ليکلی او (ارام دون) نومېږي په درې نیم زره مخونو کې وژباړه او چاپ کړ.

په خپله ډاکتر لطيف بهاند ويلي چې د ډيپلوماتانو تبدیلي یو عادي امر دی او دى د هېواد د مشرتابه او د بهرنیو چارو وزارت د هرې پرېکړې هرکلی کوي.

ده زياته کړې: ((په مسکو کې د ځينو رسمي او شخصي چارو له خلاصېدو وروسته به په لومړي پرواز کې هېواد ته ځم.))

په روسيه کې مېشت افغان ډاکتر شېرحسن حسن وايي، د روسيې او افغانستان د ډیپلوماتيکو اړيکو په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره يونيم کال مخکې داسې يو څوک روسيې ته د افغانستان د لوی سفير په توګه را واستول شو چې په رښتينې معنا او هسکه غاړه یې د روسيې په سياسي، ډيپلوماتيکو، علمي او فرهنګي موسساتو کې د افغانستان استازيتوب ویاړ دی.

هغه زياته کړې، دغه شخصيت د افغانستان او روسيې په علمي، ډيپلوماتيک، فرهنګي او ټولنيز چاپېريال کې پېژندل شوی ليکوال، شاعر، ژورنالېست، ډیپلومات، بې سياله ژباړونکی او د پوهنتون استاد ډاکتر لطيف بهاند دی.

نوموړي ويلي، د سفير په توګه د ډاکتر لطيف بهاند راتګ نوې فضا رامنځته کړه. د بهاند په نوښت  پر مسکو برسېره د روسيې په ګڼ شمېر نورو ښارونو (سانګت پتربورګ، کرسنادار، رستوف نا دانو، ايوانووا، تولا، کورسک) او داسې نورو کې د افغانستان د استقلال د سلمې کليزې او د روسيې او افغانستان د ډيپلوماتيکو اړيکو د سلمې کليزې په وياړ  ګڼ شمېر غونډې سيمينارونه او کنفرانسونه جوړ شول.

ډاکټر حسن وايي، د بهاند په نوښت د روسيې په  ارشيفونو او کتابتونونو کې  د زرګونو افغاني او شرقي خطي نسخو او د روسيې او افغانستان د  ډيپلوماتيکو اړيکو د سل کلنو اسنادو د ډيجيټل کولو پروسه پيل شوه.

هغه زياته کړې، له بده مرغه اوس په روسيه کې ډيپلوماتيکې  منابع، مطبوعاتي، علمي او فرهنګي موسسات چې سفير ډاکتر بهاند يې له نږدې پېژاند او تر ټولو زيات په روسيه کې مېشت افغانان د ډاکتر بهاند د ناڅاپې تبديلۍ په خبره کۍ حيران دي، چې څنګه کېدای شي، داسې يو پُرکار او با انرژي  سفير چې په ډېر مناسب ډول  په نړيواله سطحه د افغانستان د نظام  مدافع او ممثل و، په عجولانه  ډول له دندې ګوښه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan