ترینکوټ (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩) : د اروزګان ولایت مرکز ترينکوټ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او څلور نور نادرکه دي.
د اروزګان امنیه قوماندان سمونوال شفیق الله سهار د زمري په ٢٣مه، پژواک اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو پر دوو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې څلور پوليس وژل شوي، څلور ټپيان او څلور نور نادرکه شوي دي.
امنيه قوماندان وایي، چې په مقابل برید کې ۱۳ طالب وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چې قوماندانان هم په کې شامل دي.
يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې دا ډله ييز بريد د ترینکوټ ښار اړوند د خانقې سیمه کې د مزار په نوم د پولیسو پر دو پوستو شوى دى.
سرچينې وايي چې دغې جګړې څو ساعته دوام وکړ.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن