ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان دیني عالمانو د لویې جرګې د پرېکړې ملاتړ وکړ

د بغلان دیني عالمانو د لویې جرګې د پرېکړې ملاتړ وکړ

author avatar
13 Aug 2020 - 15:14
د بغلان دیني عالمانو د لویې جرګې د پرېکړې ملاتړ وکړ
author avatar
13 Aug 2020 - 15:14

پلخمري (پژواک، ٢٣ زمری ٩٩): د بغلان ولایت یو شمېر دیني عالمانو د څلور سوه طالب زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې د لویې جرګې د پرېکړې ملاتړ وکړ .

د روانې اوونۍ په پيل کې د ٤٠٠ طالب زندانيانو د برخليک معلومولو په موخه کابل کې مشورتي لويه جرګه جوړه شوه.

دغې جرګې بيا پرېکړه وکړه چې سولې ته د رسېدو په موخه حکومت بايد د طالبانو پاتې زندانيان هم ازاد کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د حج او اوقافو ريیس مولوي نقیب الله سجاد وویل چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه د دغه ولایت دیني عالمان د لویې جرګې پرېکړه ستایي او له طالبانو غواړي چې نور سولې ته د رسېدو لپاره د پام وړ ګامونه اوچت کړي.

سجاد له حکومت څخه هم غوښتنه وکړه چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړي ترڅو بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

 دغه راز بل ديني عالم مولوي سید باقر هاشمي وویل چې افغانان سولې ته د رسېدو لپاره د هر ډول پرېکړې ملاتړ کوي .

ده وویل: ((موږ د لویې جرګې د پرېکړې ملاتړ کوو او دغه ګام سولې ته د رسېدو لپاره خورا مهم بولو.))

یو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې او هرڅه ژر يې د بين الافغاني مذاکراتو د پيلېدو غوښتنه وکړه.

د ځينو سرچينو په وينا، ټاکل شوې ده چې د راتلوونکي اوونۍ په اوږدو د حکومت مذاکره کوونکى پلاوى قطر ته ولاړ شي او هلته د طالبانو له استازو سره د سولې اړوند مذاکرات پيل کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.