مزارشريف ( پژواک، ۲۳زمری ۹۹) : د بلخ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو له نشتونه شکايت کوي.
دوی وايي چې ډېری وخت خپل عاجل ناروغان د درملنې لپاره ښار ته نه شي رسولای او په لاره کې تلف کېږي.
بلخ ولايت کې د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په سيمو کې يې روغتيايي خدمات د نشت برابر دي.
د چهاربولک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حزب الله پژواک ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ روغتيايي چارو ته حکومت او سيمه ييزې ادارې هڅ پام نه دى کړى.
نوموړی زياتوي، چې په ډېری ساحو کې خلک روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
حزب الله وويل: (( زموږ په ولسوالۍ کې روغتيايي خدمات صفر دي، حکومت پلمه کوي چې نا امني ده او له همدې امله زموږ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي)).
د چهاربولک ولسوالۍ دغه اوسېدونکي همدا راز وويل، چې په يو شمېر ساحو کې بيا روغتيايي مرکز شته؛ خو دارو او درمل په کې نه پيدا کېږي.
هغه زياته کړه: (( يواځې د ولسوالۍ بازار کې يو وړوکی روغتيايي مرکز شته، چې يو نارينه او يوه ښځينه صحي کارمند په کې په دنده بوخت دي. له دوی سره يواځې دوه قلمه دوا ده، چې هر قسم مريض ورته راشي، دوی به هماغه دوا ورکوي)).
د بلخ دغه اوسېدونکى له حکومته غواړي، چې د ښارونو تر څنګ دې د لرې پرتو سيمو روغتيايي ستونزو ته هم پاملرنه وکړي.
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي رفيع الله پژواک ته وويل، چې د روغتيايي ستونزو له اړخه د دغې سيمې خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه، چې ډېری وخت يو شمېر ناروغان د درملنې په موخه ښار ته د نه رسېدو له امله په لاره کې تلف کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولسوالۍ د ودانۍ څنګ ته نږدې يو روغتيايي مرکز شته، چې هغه هم ډېری وخت د جګړې له امله تړلی وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن